د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

نتانیاهو: مسؤلیت منونکي هېوادونه دې پر ایران بندیزونه ولګوي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو له هغو هېوادونو چې ده مسؤلیت منونکي وبلل، وغوښتل چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاره خپله کړي او پر ایران بندیزونه ولګوي.

نتانیاهو دا غوښتنه پرون دوشنبه په لندن کې د بریتانیا له صدراعظمې ترېزا مې سره په کتنه کې وکړه.

ده له مېرمن مې سره تر غونډې مخکې وویل:

"ایران هڅه کوي چې اسرائیل محوه کړي، غواړي چې منځنی ختیځ فتح کړي، اروپا ګواښي، لوېدیځ تهدیدوي، نړۍ ته خطر پېښوي او له یوې لمسونې وروسته بله پارونه کوي."

وروسته له دې چې ایران د منځني واټن بالسټیک توغندی وازمویه د ډونالد ټرمپ حکومت پر ایران نوي بندیزونه ولګول.

نتانیاهو وویل چې د ایران د توغندويي ازموینې په وړاندې له بریتانیا او امریکا سره یوځای د ګډ ځواب غوښتونکی دی او دا درې هېوادونه باید د ایران د بې‌ساري یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره په ګډه کار وکړي.

XS
SM
MD
LG