د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

په نړیواله کچه د افغانستان-پاکستان د اړیکو ښه کولو ته هڅې کېږي


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، که څه هم پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي خو افغان حکومت غواړي خپلې ستونزې ورسره د خبرو له لارې حل کړي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د بهرنیو ډیپلوماتانو او پاکستاني چارواکو تر منځ د لیدنو په اړه وویل چې دوی هڅې کوي څو د افغانستان او پاکستان تر منځ خبرې بیا پیل شي.

ښاغلي رحیمي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، افغانستان او پاکستان ګډې ګټې لري او د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي
د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي

نوموړی وايي:

"په سیمه کې ګډو ګټو او هغه ګواښونو ته په کتو چې د ترهګرۍ له پلوه دواړو افغانستان او پاکستان ته متوجه دي موږ کولای شو چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړو. زموږ د نړیوالو ملګرو هڅې هم دا دي چې پر پاکستان فشار راوړي څو خبرو ته حاضر او له بل پلوه له افغانستان سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي."

په دې وروستیو کې پاکستان ته د ځینو بهرنیو ډیپلوماتانو د راشه-درشې په اړه رپوټونه خپاره شول او تازه په کابل کې د بریتانیا سفیر هم له پاکستانه لیدنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل او اسلام‎اباد تر منځ اړیکې تر بل هر وخت خړې پړې شوي او افغانستان تل پر پاکستان تور پورې کوي چې له ترورېستانو څخه ملاتړ کوي.

خو پاکستان هم بیا د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو د نېږدې والي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

له دې وړاندې افغان چارواکو په کراتو د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو انتقاد کړی او دا یې ویلي چې پاکستان د دې هېواد د سولې پروسه کې رښتینې همکاري نه‎کوي.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان د کابل او نوې ډېلي تر منځ د اړیکو له نېږدې‌والي د اندېښنې تر څنګ له افغانستانه دا هم غواړي چې د ډیورند فرضي کرښه په رسمیت وپېژني.

د نړیوالو چارو کارپوه حمید عزیزي وايي، د پاکستان اوسنی سیاست او له افغانستانه‌یې غوښتنو ته په پام فکر نه‎کېږي چې د بهرنیو ډیپلوماتانو هلې ځلې هم ګټورې تمامې شي.

ښاغلی عزیزي زیاتوي:

"هغه ډیپلوماتان چې پاکستان ته تګ راتګ لري د پاکستان پر وړاندې یې د خپلو هېوادونو پالېسۍ مشخصې نه‎دي نو په دې دلیل زه فکر کوم چې دا ډول هڅې به مثبته نتیجه ورنه‎کړي."

ښاغلي عزیزي په ورته وخت کې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت له سیاستونو هم انتقاد وکړ.

نوموړی وايي، افغان حکومت له یوې خوا پاکستان د ترهګرو اصلي پټنځای بولي او د منزوي کېدو خبره‌یې کوي خو بل پلو غواړي د خبرو لارې دغه هېواد ته امتیاز ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG