د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې افغان حکومت له خپلې خاورې او وګړو د نورو هېوادونو پر ضد د کارونې په برخه کې جدي دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، هېڅکله به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره او د افغانانو هویت د درېیم هېواد پر ضد وکارول شي.
ښاغلي ازاد وویل:
"د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولت هېڅکله او هېڅ هېواد ته د دې اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې د افغانانو له نوم او یا هم په خپله افغانان د یو بل هېواد د ګټو پر ضد وکاروي."
د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ځینو هندي ورځپاڼو د هند د استخباراتي ادارې "را" له قوله ویلي چې ګواکې پاکستاني ترهګر په افغاني پاسپورټونو د هند خاورې ته د ورتګ هڅې کوي.
د هند انډیا ټوډې ورځپاڼې ویلي چې په پاکستان کې دېره ترورېستي ډلې هڅې کوي چې له افغان هویت څخه په استفادې هند ته داخل شي او ځینو یې د افغانستان جعلي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې یو شمېر پاکستاني ترهګر په هند کې د جمهوریت ورځې د لمانځلو په درشل کې چې د پنجشنبې په ورځ لمانځل کېږي دا ډول هڅې لا چټکې کړې دي.
وموغوښتل چې د دې موضوع په اړه په کابل کې د پاکستان سفارت نظر هم ولرو خو بریالي نهشوو.
په ورته وخت کې په افغان حکومت کې یوې باوري سرچینې هم ازادي راډیو سره په خبرو کې دا موضوع تائید کړه چې ګواکې ځینو پاکستانیانو د افغاني پاسپورټونو د اخېستلو هڅې پیل کړې دي.
په عین حال کې د ولسي جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی وايي، د نورو هېوادونو پر ضد د افغاني هویت کارونه کومه نوې خبره نهده خو دی وایي، استخباراتي ادارې باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.
نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ځیني کسانو پخوا هم هڅې کولې او اوسیې هم کوي چې د افغاني پاسپورټ څخه په ناوړه استفادې افغانستان بدنامه کړي خو تر هغه وخته چې زموږ کشفي او استخباراتي ادارې په سمه توګه فلټر نهشي او سرحدي ځواکونه مو تقویه نهشي زه فکر نهکوم چې دغه لړۍ بنده شي."
د ښاغلي حمیدزي په خبره که افغان حکومت ژر تر ژره د خپلو اتباعو له هویته د ځینو بهرنیو کړیو له لوري د ناوړه استفادې مخه ونهنیسي نو د دغې چارې دوام به د افغانستان نړیوال باور ته سخت زیان ورسوي.
ده وویل، د دې کار دوام به په نورو هېوادونو کې افغانان له ډېرو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس