د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د افغانستان-پاکستان اړیکو د رغونې لپاره "جرمي" اسلام‌اباد ته ځي


که څه هم په دې وروستیو کې د کابل او پاکستان اړیکې خورا سړې شوي، خو په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ډومنېک جرمي​ وايي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د رغونې لپاره اقدام کوي.

ډومنېک جرمي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، اسلام‎اباد ته ځي او پاکستاني چارواکو ته به ووايي چې د دواړو هېوادونو د اوږد مهالو ګټو لپاره اړینه ده چې د ثبات لپاره مثبت فکر موجود وي.

ده وویل، دی به دا هم ووايي چې دا په چین، ایران، هند او بریتانیا پورې اړه نه‌لري، بلکې د دواړو هېواونو په سیاسي فضا پورې اړه لري چې باید اقدام وشي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ډومنېک جرمي
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر ډومنېک جرمي

نوموړی وايي:

"اساسي اجنډا دا ده چې بریتانیا څه ډول توانېږي د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو ملاتړ وکړي، څو د ځینو هغو سیاسي ستونزو د له‎منځه وړلو لپاره چې د دواړو هېوادونو تر منځ شته کار وشي."

ښاغلی جرمي زیاتوي بریتانیا په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه، اساسي خبره دا ده چې دواړه هېوادونو متقاعد شي چې د خپلو ګټو لپاره کار وکړي.

د کابل او اسلام‎اباد اړیکې وروسته تر هغې خړې پړې شوي چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان هغه ژمنې چې په څلور اړخیزو غونډو کې کړې وې چې ګویا وسله‎وال طالبان به د خبرو مېز ته کېنوي عمل ونه‌کړ.

دغه شان افغان حکومت پاکستان په دې تورن کړی چې په افغانستان کې څو وروستۍ خونړۍ حملې په هغه هېواد کې پلان شوې وې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا-بیا ویلي چې افغانستان له پاکستان سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دی او د دغه هېواد د جګړې د ختمېدو لپاره‌یې له پاکستان پرته یوه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو تر ترینګلي کېدو وروسته د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونه د ډیورند کرښې په اوږدو کې په خپلو کې سره ونښتل چې له دې سره سم په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورولو شدت واخیست او نېږدې شپږ لکه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

په ورته وخت کې افغان کارپوهان وايي چې پاکستان د سیمې او نړۍ له انزوا سره مخ دی او دا مهال بریتانیا هڅې کوي چې پاکستان له دې انزوا څخه راوباسي.

قدرت‌الله ځواک په دې اړه وايي:

"په دې وروستیو کې پاکستان په بشپړه توګه په یوه انزوا کې دی، نو په همدې خاطر پاکستان هڅه کوي، بریتانیا په معامله کې ورګډه کړي او په افغانستان کې فعالیتونو ته مشروعیت ورکړي او نړیوالو ته وښيي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه‎کوي."

د هغه په خبره ښايي دا اقدام رښتینی نه‌وي ځکه بریتانیا له یوه نوي سیاستوال سره چې غواړي اړیکې یې له هېوادونو سره محدودې شي مخامخ ده نو له همدې امله هڅې کوي چې ځان د سیاست ډګر ته راکاږي.

راپور:رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG