د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

پاکستان کې جوړېدونکې غونډه کې د افغان مهاجرو پر ایستلو خبرې کېږي


تمه ده چې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې استازي په پاکستان کې غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به له پاکستانه د افغان مهاجرو د ایستلو پر مسئلې خبرې وشي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون کابل کې د دې درې اړخیزې غونډې په اړه د افغان کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له نوې عالي کمېشنرې فاتحه مجذوب عبدالله سره خبرې وکړې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوری به د پاکستان په غونډه کې پر دې ټینګار وکړي چې افغانان باید پرېښودل شي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته راشي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د افغانستان، پاکستان او «UNHCR» غونډه په پلان کې ده چې د پاکستان په کوربتوب د راتلونکې عیسوي میاشتې یعنې د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه جوړه شي. د بحث مسئله‌یې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اسنادو او بېرته افغانستان ته د ستنېدو ده، که دا پروسه په مارچ میاشت کې ترسره کېږي، نو په‎کار ده چې دغه افغانان خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شي."

په پام کې ده چې په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د افغانستان په استازیتوب برخه واخلي خو تر اوسه دا خبر په رسمي ډول نه‎دی اعلان شوی.

بل لور ته ملګرو ملتونو په پاکستان کې یو پروګرام پیل کړی چې هر افغان کولای شي چې د پاکستان له امنیتي ادارو شکایت وکړي، که‌یې له پاکستانه په زوره د دوی د ایستلو هڅه کړې وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغان مهاجر کولای شي چې د ټویټر، فېس‌بوک او یا هم عادي پیغام له لارې له ملګرو ملتونو سره خپل شکایت ثبت کړي.

ملګري ملتونه وایي چې په دې ډول به دوی د کډوالو پر ستونزو لا ښه خبر شي.

د جرمني اژانس په باور د بشري حقونو فعالان وایي، د دې سربېره چې اسلام‎اباد ۱۳ لکه افغان کډوالو ته د روان میلادي کال تر اخره په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده، بیا هم د دغه هېواد امنیتي ادارې له بېلابېلو لارو پر افغان کډوالو فشار راولي ترڅو افغانستان ته ستانه شي.

داسې ښکاري چې د افغان مهاجرو پر ثبت شویو شکایتونو به په راتلونکې درې اړخیزه غونډه کې چې د فبروري په ۱۵مه په پاکستان کې جوړېږي خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG