د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

واک ته د ټرمپ رسېدل او افغانستان ته یې ښې او بدې پایلې


د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدل د افغانانو لپاره ښه او بد زېري له ځان سره لرلای شي.

یاد کارپوهان وايي، که له یویې خوا متحده ایالتونه د شته مجبوریتنو له مخې افغانستان ته شاه نه شي اړولی، خو په ورته وخت کې د ټرمپ مبهم سیاست بیا ځینې اندېښې زېږولي دي.

لاس انجلس ټایمز: ټرمپ د افغانستان په اړه پټه خوله دی

د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم د افغانستان حالات په مستقیم او یا هم غېرې مستقیم ډول د امریکا پر حالاتو اغېز کوي، خو ولسمشر ټرمپ د لوړې په مراسمو کې په خپلې وینا کې یادې مسئلې ته هېڅ اشاره ونه کړه.

خادم: د ټرمپ واک ته رسېدل د افغانانو لپاره ښه او بد زېری لرلای شي.
خادم: د ټرمپ واک ته رسېدل د افغانانو لپاره ښه او بد زېری لرلای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر نه کوم چې افغانستان دې له امریکا نه مجزا اوسې هغه څه چې په افغانستان کې واقع کېږي په مستقیم او یاهم غېرې مستقیم ډول د امریکا پر حالاتو اغېز کوي، د افغانستان ډېر مسایل د نړیوالو د سهل انګارۍ له کبله رامنځته شوي دي نو که تاسې وینا اورېدلې وي په هغې کې داسې څه نه وو چې پر افغانستان دې متمرکز وي."

د جمعې په ورځ اویا کلن ډونالډ ټرمپ رسماً د امریکا د متحدو ایالتونو د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

که څه هم ښاغلي ټرمپ په خپلې لومړنۍ رسمي وینا کې د افغانستان يادونه ونه کړه، خو په نړۍ کې یې د افراطيت پر له منځه وړلو ټينګار وکړ.

د ډونالډ ټرمپ د جمعې ورځې وینا تر ډېره د امریکا پر کورني سیاست ورټوله وه او نوموړي د خپلو خبرو پرمهال په کراتو دا وویل چې له دې وروسته تر بل هر وخت امریکا ته لومړیتوب ورکول کېږي.

له دې ټولو سره – سره د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، هیله من دی چې د افغان حکومت او ډونالډ ټرمپ د ادارې ترمنځ اړیکې او مرستې په بېلابېلو برخو کې دوام پیدا کړي.

عبدالله: افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو نه د ټرمپ ملاتړ نېک اقدام دی.
عبدالله: افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو نه د ټرمپ ملاتړ نېک اقدام دی.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ په دې اړه یویې خبري غونډې ته وویل:

"ساعت وړاندې مې د بګرام په هوايي اډې کې مېشتو امریکا پوځیانو ته د امریکا د ولسمشر خطاب ولیده او هلته هغه له خپلو سرتېرو ملاتړ اعلان کړ چې دا یو نېک ګام دی او زه باور لرم چې په بېلابېلو برخو کې به همکاري دوام ومومي."

د نړیوالو چارو یو بل کارپوه حمید عزیزي وايي، که افغان حکومت وکړای شي د ټرمپ له ادارې سره خپلې چارې همغږې کړي بیا نو له رامنځته شوي فرصته ښه ګټه پورته کولای شي.

خو د ښاغلي عزیزي په خبره د افغان حکومت تېرې دوه نیم کلنۍ حکومتوالۍ ته په کتو د دې امید ډېر کم دی چې افغان حکومت دې وکړای شي د ډونالډ ټرمپ له ادارې سره چې ډېر پام به یې پر کورني سیاست ورټول وي ښې او پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې وپالي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG