د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

تحليلګران: ټرمپ دې د افغانستان په باب نوې تګلاره غوره کړي


ځينې افغان تحليلوونکي وايي، د افغانستان په باب د امريکا ځينې تګلارې بيا کتنې ته اړتيا لري.

دغه تحليلګران وروسته له هغې دا څرګندونې کوي چې ډونالډ ټرمپ د امريکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه تېره شپه د وفادارۍ لوړه وکړه.

​د ډونالډ ټرمپ له لوړې سره جوخت ځينې افغان تحليلوونکي، د امريکا متحدو ايالتونو له نوې ادارې غواړي چې د افغانستان او سيمې په باب پر خپله تګلاره بيا کتنه وکړي.

يو له دغو کارپوهانو په ډنمارک کې مېشت پوځي تحليلګر اسد الله پيام دى.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغانستان په باب د امريکا په ستراتيژۍ کې د يو لړ تغييراتو غوښتنه وکړه:

اسد الله پيام پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړه
اسد الله پيام پر پاکستان د فشار غوښتنه وکړه

"د امريکا ګټه په دې کې ده چې د افغانستان په باب پر يوه نوې ستراتيژۍ فکر وکړي، ټرمپ ادارې ته مې مشوره داد چې د پاکستان په باب نوې تګلاره په پام کې ونيسي، دغه هېواد نه يوازې د تروريزم د ملاتړي په توګه په رسميت وپېژني بلکې هغه هېوادونه هم چې د تروريزم ضد مبارزه کې صادقانه همکاري کوي، له هغو سره هم د اړيکو پر نوي باب فکر وکړي."

د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته په خپله وينا کې په نړۍ کې د افراطيت پر له منځه وړلو ټينګار وکړ.

په دې وينا کې يې د افغانستان يادونه ونه کړه او په سيمه کې يې د تروريزم او افراطيت په وړاندې د مبارزې په باب هم مشخصاً څه ونه ويل.

په همدې حال کې په لندن کې مېشت يو بل افغان تحليلګر ولي اريا په دې باور دى چې د يو لړ تېروتنو د تکرار د مخنيوي لپاره د افغانستان او سيمې په باب د امريکا تګلاره بيا کتنې ته اړتيا لري:

اریا:د افغانستان په باب د امريکا تګلاره بيا کتنې ته اړتيا لري.
اریا:د افغانستان په باب د امريکا تګلاره بيا کتنې ته اړتيا لري.

"فکر کوم دا بيا کتنه بايد د هماغه بهير پر اساس وي چې د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش په اته کلنه واکمنۍ کې روان و، د ښاغلي بوش د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د پاکستان او سيمه ييزو تهديداتو په باب يوه همږغي زيات شوې وه؛ خو د اوباما په راتګ سره موږ وليدل چې د افغانستان او امريکا د حکومتونو ترمنځ بې اعتمادي او شکونه د ځنډ او هغې ناکامۍ سبب شول، چې موږ يې شاهدان وو."

بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته يې مشوره دا ده چې تېرو پنځلسو کلونو ته ژوره کتنه وکړي او ودې ګوري چې د افراطت په وړاندې مبارزه ولې ناکامه شوې ده.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې د يوه بحث پر مهال دا خبره کړې ده:

کرزی: ټرمپ باید تېرو ۱۵ کلونو ته ژوره کتنه وکړي.
کرزی: ټرمپ باید تېرو ۱۵ کلونو ته ژوره کتنه وکړي.

"ولسمشر ټرمپ ته مې لارښوونه دا ده او تمه لرم چې تېرو پنځلسو کلونو ته ژوره کتنه وکړي او ودې ګوري چې ولې د افراطيت په جګړه کې ناکام شولو او ولې افراطيت زيات شو او څوک مسؤل دى؟ پاکستان د امريکا متحدو او زموږ ګاونډى دى، خو ګورو چې هلته يوه اداره شته، هغه څه نه کوي چې موږ مخلصانه فکر کوو ترسره به يې کړي."

حامد کرزى چې د خپلې واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د امريکا له سرسختو منتقدانو څخه و، له واشنګټن سره يې د امنيتي او دفاعي تړون له لاسليکه هم ډډه وکړه.

وروسته له چې هغې چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت واک ته ورسېد، د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه تړون لاسليک شو.

جيمز ماټيس چې د ډونالډ ټرمپ له خوا د دفاع د وزير په توګه نومول شوى، په وروستيو کې ويلي، که پر دې مقام وګمارل شي، پر پاکستان فشار راولي، څو په خپله خاوره کې د هغو وسله والو ډلو د فعاليت مخه ونيسي چې د افغانستان امن ته خطر ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG