د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

ارګ: د امريکا نوې اداره افغانستان سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمنه ده


سپینې ماڼۍ ته د جمهوریت غوښتونکي ټرمپ حضور سره مل د افغانستان د ۱۴ کلنې جګړې ازماېښت او په امنیتي برخه کې له امرېکا څخه د کابل د همکاریو د دوام هیلې.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د ترورېزم سره د مبارزې برخه کې د امرېکا د نوې ادارې د همکاریو ژمنو ته په اشارې سره وايي چې امریکا به په نظامي برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي.

ښاغلي مینه‎پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د امريکا نوې اداره افغانستان سره اوږد مهاله او دوامداره همکاریو ته ژمنه ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

نوموړي وویل:

"دواړه مشران په دې برخه کې سره همغږي دي چې ترورېزم یو جدي خطر دی او دا خطر يوازې افغانستان ته نه بلکه سیمه او ټوله نړۍ ګواښي نو په کار ده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه په يوه غږ سره د ترورېزم سره د مبارزې لپاره چمتووالی ولري."

ښاغلی مینه‎پال وايي، ښاغلي ټرمپ کومې ټیلفوني خبرې چې تېره میاشت له ولسمشر غني سره لرلې نوموړي په سیمه او په ځانګړي توګه په افغانستان کې د ترورېزم سره په مبارزې ټینګار کړی.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه صدیق ساحل په دې باور دی چې د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره به د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان برخه کې د امريکا په بهرني سیاست کې مثبت تغیرات راشي.

ښاغلي ساحل زیاته کړه:

"موږ په څرګند ډول کولای شو چې د امریکا د بهرني سیاست په برخه کې بنیادي بدلونونه وګورو په ځانګړي توګه له افغانستان سره د همکاریو د دوام برخه کې او هغه کړکېچونه چې دلته موجود پرې بیا کتنه کېږي. "

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه متفاوت نظر درلود، په ځانګړي توګه د هغو تروریستي ډلو په اړه چې د پاکستان په خاوره کې پټنځایونه لري.

د يو شمېر نظامي او سیاسي کارپوهانو په نظر په دې برخه کې د افغانستان د دولت ناغېړۍ هم د نوموړي تر نظر لاندې وې.

خو له دې ټولو سره-سره د سیاسي او نړيوالو اړیکو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، هغه ترهګري چې افغانستان تهدیدوي باید جدي ونیول شي، د افغانستان حکومت هم باید د امریکا نوې ادارې ته ځينې ځانګړي او مشخصې تګ‎لارې او پروګرامونه ولري.

د سیاسي او نړيوالو اړیکو کارپوه نصرالله ستانکزی
د سیاسي او نړيوالو اړیکو کارپوه نصرالله ستانکزی

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:

"دوی ته يوازینۍ لاره دا پاتې ده چې په‎خپل موجودیت سره په سیمه کې لازم اقدامات وکړي او هغه تهدیدونه چې د پاکستان او ایران څخه د ترورېزم له ادرسه سیمه او د امریکا ګټې ګواښي، زه فکر کوم په سټراټیژیک لحاظ باید کوم بدلون را نه‎ولي او برعکس باید د ترورېزم او افراطیت په وړاندې مؤثره جګړه وکړي. "

د افغانستان حکومت پاکستان د ترورېزم ځاله ګڼي او د ترهګرۍ د سره د مبارزې برخه کې د امريکا له نوې ادارې څخه تر بل هر وخت ډېر هیلې لري، هغه ترورېزم چې د ښاغلي مینه‎پال په خبره يوازې افغانستان نه بلکه ټوله سیمه ځپي.

په ورته وخت کې نصرالله ستانکزی وايي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې د امریکا نوې اداره په هغو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان او ایران چې افغانستان او سیمې ته ورڅخه خطرونه موجه دي فشار راوړي او د ترورېزم سره د مبارزې لپاره يوه ګټوره تګ‎لاره تر لاس لاندې ونیسي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG