د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه


ډونالډ ټرمپ د امريکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه پرون جمعه د وفادارۍ لوړه وکړه.

هغه په خپله وينا کې د امريکا متحدو ايالتونو د سرحدونو د خونديتوب، د خپلو شريکانو د تقويې او د امريکا د کورني صنعت د پراختيا ژمنه وکړه.

ډونالډ ټرمپ چې پرون يې د وفادارۍ لوړه وکړه، وويل چې تر بل هر وخت به امريکا ته لومړيتوب ورکوي، اوسني شريکان به غښتلي کوي، د جعلي خبرونو مخه به نيسي او د خپل هېواد نوم به داسې ځلوي چې هر څوک يې لار تعقيب کړي.

ټرمپ: ننني مراسم ډېره خاصه معنى لري.
ټرمپ: ننني مراسم ډېره خاصه معنى لري.

هغه د قدرت د انتقال دغه شېبه ډېره خاصه وبلله:

​"ننني مراسم ډېره خاصه معنى لري، ځکه موږ نه يوازې له يوې ادارې بلې ته، يا هم له يوه ګوند څخه بل ته قدرت انتقالوو، بلکې موږ قدرت له واشنګټن ډي سي څخه اخلو او بېرته يې تاسو خلکو ته درسپارو."

جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د نومبر مياشتې د اتمې نېټې د انتخاباتو په نتيجه کې خپلې سيالې کانديدې، ډيموکراټې هلېرې کلېنټن ته ماتې ورکړه.

د ولسمشرۍ انتخاباتو کپماينونه لانجمن وو، د امريکا استخباراتي ادارو ويلي چې روسيې په دغو انتخاباتو کې د ټرمپ په پلوي لاسوهنه کړې ده.

د کډوالۍ، اسلام او د اقليم د بدلون په باب د ښاغلي ټرمپ څرګندونو انتقادونه پارولي دي.

د لوړې په مراسمو کې د وينا پر مهال ښاغلي ټرمپ ځينې نورې ژمنې هم وکړې:

​"موږ د څو لسيزو لپاره د امريکايي صنعت په قيمت بهرنى صنعت غني کړى دى؛ د نورو هېوادونو له پوځونو سره مو همکاري کړې، په غموونکې توګه مو خپل پوځ تخليه کړى؛ د نورو هېوادونو د سرحدونو ساتنه مو کړې، خو د خپلو سرحدونو دفاع ته مو شا اړولې ده.​"

په همدې حال کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ويلي چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش او نورو سخت دريځو تروريستي ډلو ته به ماتې ورکوي او دا به ورته لومړيتوب لري.

د بهرنۍ پاليسۍ په باب په اعلاميه کې چې د ټرمپ تر لوړې لنډه شېبه وروسته د سپينې ماڼۍ په ويبپاڼه کې پرون خپره شوې راغلي، امريکا به د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره تهاجمي ګډ او ائتلافي پوځي عمليات په پام کې ونيسي.

د ښاغلي ټرمپ د لوړې تر مراسمو يونيم ساعته مخکې ګڼو فعالانو د ټرمپ پرضد مظاهره وکړه، دوى پر دکانونو او نورو تاسيساتو د کاڼو ګوزارونه کول او له پوليسو سره يې شخړه وکړه چې په ځواب کې پوليسو ورباندې کيمياوي سپرې او بېسدوونکي بمونه وکارول.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:11 0:00

XS
SM
MD
LG