د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

لاس انجلس ټایمز: ټرمپ د افغانستان په اړه پټه خوله دی


لاس انجلس ټایمز د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې لیکي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مکسیکو سره د امریکا پرګډ سرحد د دېوال جوړولو او د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې یا داعش پرضد د مبارزې په اړه په زغرده خبرې کړې دي، خو د افغانستان په اړه چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې کور دی، پټه خوله دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، نوي حکومت ته د امریکا د بهرنۍ کړنلارې یو ډېر پېچلی میراث پاتې شو ځکه د امریکا ۸۴۰۰ عسکر چې د ناټو د ديارلس زره کسیز پوځ مشري کوي، لا هم په افغانستان کې دي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، سره له دې چې بارک اوباما په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د خپلو عسکرو د ستنولو ژمنه کړې وه، امریکايي عسکر لا هم مجبور دي چې د جګړې ډګر ته ولاړ شي ځکه د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم د وسله والو طالبانو د تشدد پرضد په مبارزه کې ښکېل دي.

ورځپاڼې د بېلګې په ډول دې ته اشاره کړې چې امریکايي ځواکونو دوه کاله مخکې هلمند د افغانستان امنیتي قواوو ته سپارلی و، خو لنډه موده مخکې یې اعلان وکړ چې د سمندري ځواکونو لږترلږه ۳۰۰ عسکر به په پسرلي کې بېرته هلمند ته واستوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې "اوباما د افغانستان رهبرانو ته د خدای په امانۍ زنګ ووهل"په لنډه لیکنه کې، د بارک اوباما او د افغانستان د ملي وحدت حکومت د مشرانو د وروستیو ټلیفوني خبرو جزئیات خپاره کړي دي.

ورځپاڼې د ارګ د خبرپاڼې په حواله لیکلي چې بارک اوباما محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته د اداري فساد پرضد د ښې مبارزې لپاره مبار کي ورکړې او په افغانستان کې د وروستیو تروریستي حملو له امله يې خواشيني څرګنده کړې ده.

واشنګټن پوسټ:

بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ هم پر همدې مسئله یو لنډکۍ مطلب خپور کړی او د ولسمشر غني د ویندوي محمد هارون چخانسوري داوینا یې راخیستې ده چې وايي: "بارک اوباما د کابل او واشنګټن پر اړیکو او له وسله والو سره د مبارزې پرڅرنګوالي هم خبرې کړې دي."

جینز ډفینس اونیزې:

او جینز ډفینس اونیزې د "تدریجي خرابي: په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د افغانستان امنیت" تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي، تېر کال په افغانستان کې د امنیت له پلوه له ستونزو سره مل و.

اونیزې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال جوزف ووټل په حواله لیکلي چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په دسېمبر میاشت کې د افغانستان حکومت د هغه هېواد پر ۶۰ فیصده خاورې کنټرول درلود.

د افغانستان د خاورې پر لس فیصده برخې وسله وال طالبان واکمن وو او دېرش فیصده یې د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کې ده.

XS
SM
MD
LG