د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

عبدالرازق: د کندهار پېښې په تړاو ۱۷ تنه نیول شوي


د «سکاټلنډ یارډ» پولیس چې د کندهار پېښې د تحقیق لپاره دغه ولایت ته رسېدلي نن تر غرمې وروسته‌يې خپلې څېړنې پیل کړې.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ازادي راډیو ته وویل چې د والي پر مېلمستون د حملې په تړاو ۱۷ کسان نیول شوي چې یو شمېر امنيتي سرتېري او د دغې ودانۍ ساختماني کارکوونکي او انجنیران په‌کې شامل دي.

د قوماندان په وینا د پېښې د څېړنې لپاره تر دې مهاله له پلازمېنې کابل، عربي اماراتو څخه دوهم ټیم، په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو او تېره ورځ د بریتانیا د پولیسو تحقیقاتي ټیمونه کندهار ته راغلي او په ګډه څېړنې روانې دي چې ځیني پرمختګونه هم په‌کې شوي دي.

د قوماندان په وینا د سکاټلنډ یارډ د پولیسو وروستی ټیم چې د چهارشنبې په شپه د مجهزو وسایلو سره راغلی د پېښې په اړه‌يې تازه تحقیقات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا د پلټنو او څېړنو په لړ کې معلومه شوې چې چاودېدونکي مواد چا څنګه د کندهار ولایت مقام تر مېلمستون پورې رسولي او هلته‌یې په کوچونو کې ځای پر ځای کړي دي.

د نوموړي په خبره دا کار په خورا ماهرانه توګه شوی او نور جزئیات ورکول تر وخت وړاندې خبره ده.

عبدالرازق: په ډېر ماهرانه ډول دا کار شوی دی.
عبدالرازق: په ډېر ماهرانه ډول دا کار شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په ډېر ماهرانه ډول دا کار شوی معلومه شوې چې چا او څنګه‌يې دا مواد په کوچونو کې ځای پر ځای کړي خو اوس موږ نه‌شو ویلی."

جنرال عبدالرازق د دغې خونړۍ پېښې پړه یو ځل د پاکستان پر استخباراتي ادارې «ای. ایس .ای» او حقاني شبکې وراچولې وه ویلیې چې هغوی له څو میاشتو راهیسې پر دغه پلان کار کړی وو.

په دغه برید کې چې تر اوسه‌يې چا مسؤلیت نه‌دی منلی ټول ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

په عین وخت کې د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي چې په دغې پېښه کې ټپي شوی وو د یوې اوونۍ تېرېدو وروسته‌يې په خپل لومړني غږیز پیغام کې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړی دی.

نوموړی چې اوس د هند په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی ټاکل شوې چې د لا ښه درملنې لپاره فرانسې ته انتقال شي.

د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي
د کندهار والي ډاکټر همایون عزیزي

هغه په خپل غږیز پیغام کې ویلي:

"زه د خپلو ټولو هېوادوالو په خاص ډول د کندهاري ولس څخه چې زما د روغتیا لپاره‌يې دعاګانې کړي مننه کوم."

د کندهار د پېښي د تحقیقاتو پنځو ټیمونو تر اوسه خپل معلومات نه‌دي خپاره کړي چارواکي وايي چې په څو ورځو کې به د دغې پېښي هر اړخیره څېړنه بشپړه شي.

راپور : محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG