د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

ولسي جرګه: حکومت باید د امنیت ټينګښت لپاره نوې ستراتیژي جوړه کړي


د افغانستان ولسي جرګه له افغان حکومت نه غواړي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره نوې امنیتي ستراتیژي جوړه کړي.

د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په کابل ، کندهار او هلمند کې له خونړیو حملو وروسته اوس ولسي جرګه له حکومت څخه غواړي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې جدي اقدام وکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې له ولسمشر څخه د نوې امنیتي ستراتیژۍ د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ابراهیمي: حکومت باید د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره واحد پلان ولري.
ابراهیمي: حکومت باید د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره واحد پلان ولري.

نومړي زیاته کړه:

"موږ له ولسمشر څخه غواړو چې د یویې نوې امنیتي ستراتیژۍ په جوړولو د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره واحد پلان او ګډ پروګرام ولري."

یو شمېر وکیلانو بیا د تېرې اوونۍ په اوږدو کې کابل، کندهار او هلمند کې خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې امنیتي چارواکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي او باید په دې اړه جرګې ته ځواب ووایي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني په کابل کې د تېرې سې شنبې د ورځې پېښې ته په اشارې سره وايي چې د کابل امنیتي چارواکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.

رحماني: چارواکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.
رحماني: چارواکي د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي.

نوموړي زیاته کړه:

"کېدای شوای چې له هغو مو ساتنه کړې وای، تدابیر مو ورته نیولي وای په تېر یو کال کې په کابل کې شااوخوا دوه زره کسان قرباني شوي دي."

په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي عصمت الله شینواری په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي چې حکومت باید په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیت ټینګښت ته جدي پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ټول افغانستان کې نا امني خپل اوج ته رسېدلې ده زموږ غوښتنه دا ده چې مرکزي حکومت باید ورته توجه وکړي."

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په کابل، کندهار او هلمند کې بریدونو د لسګونو بې ګناه وګړو ژوند واخېست.

یادې حملې په کابل کې د ملي شورا الحاقیې مخې ته، د کندهار ولایت په مېلمستون او په هلمند کې وشوې چې امنیتي چارواکي یې د وسله والو مخالفیونو کار بولي.

د ولسي جرګې غړي همدا راز ګواښ کوي که حکومت د وسله والو مخالفیونو د حملو د دفع کولو لپاره جدي تدابیر ونه نیسي ستونزې به له دې هم زیاتې شي.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې په ټولو ولایتونو کې د وسله والو د ځپلو په هدف پوځي عملیات روان دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل:

رادمنش: په ټول هېواد کې د وسله والو د ځپلو عملیات روان دي.
رادمنش: په ټول هېواد کې د وسله والو د ځپلو عملیات روان دي.

"د ملي دفاع وزارت پلانونه لري او موږ په دغه پلانونو کې لومړیتوبونو ته ځای ورکړی دی، د اردو اکمالات، د هوايي ځواکونو پیاوړتیا، د جنګ د مدیرت بدلون او د فساد پر وړاندې مبارزه مو پیل کړې او زه ډاډه یم چې په راتلونکې کال کې به موږ ښه چمتو اوسو."

له بلې خوا د ولسي جرګي غړي وايي، افغان حکومت باید د بهرنیو هېوادونو د تورنولو پرځای خپلې استخباراتي ادارې پیاوړي کړي او هغه کسان چې په نظام کې دننه د وسله والو مخالفیونو په ګټه کار کوي او د ناامنیو د زیاتېدو لامل کرځي باید مجازات کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG