د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

ویسا: د کابل د حملو ویر د چا دی؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د کابل ښار پرونیو حملو ته ځانګړي کړي او د تلفاتو په اړه یې بېلابېل ارقام خپاره کړي دي.

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې په کابل ښار کې ځانمرګو بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په مطلب کې ویل شوي چې په دې حملو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه ټپیان دي.

په مطلب کې راغلي چې لومړۍ یوه حمله کوونکي ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول او وروسته کله چې خلک راټول شول بل حمله کوونکي له چاودیدونکو موادو ډک موټر ته انفجار ورکړ.

سرخط ورځپاڼې هم په دې اړه مطلب خپور کړی او په دې حملو کې یې د وژل شوېو شمېر ۲۴ تنه ښودلی دی.

د مطلب لیکوال ویلي چې په دې پېښه کې ډېر تلفات ملکي کسانو ته اوښتي خو وایي چې یو شمېر امنیتي کسان هم وژل شوي او ټپیان دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې هم لیکلي چې د کابل پرونۍ حملې خونړۍ وې او ډېرو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هېواد وایي، په دې حملو کې ډېر تلفات ملکي کسانو ته اوښتی او مسؤلیت هم وسله والو طالبانو منلی دی.

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله د کابل ښار پرونیو حملو ته ځانګړې کړې او پوښتنه یې کړې چې د دې حملو ویر د چا دی؟

سرمقاله لیکونکي ویلي چې د دې حملو مسؤلیت طالبانو منلی خو وایي چې د عامو خلکو وژنه نه کمال دی او نه هم ویاړ بلکې د سرمقاله لیکونکي په خبره بې رحمی او جنایت دی.

ویسا ویلي چې د جګړې دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي او ویر یې هم د افغانانو دی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره ایا دواړو لوریو ته اړینه نه ده چې د پردۍ له جګړې لاس واخلي او د بین الافغانی تفاهم له لارې د دایمي سولې لپاره کار وکړي.

ورځپاڼې په پای کې لیکي چې باید په دې هکله په سړه سینه فکر وشي ځکه چې د ژوندیو ولسونو لاره همدا ده.

او چراغ ورځپاڼې د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکلي چې په پرونیو حملو کې په دې جرګې کې د هرات د خلکو یوه استازې هم ټپي شوې ده.

ځینو نورو ورځپاڼو هم په دې اړه مطالب خپاره کړي او ویلي یی دي چې د کابل په پرونیو انتحاري حملوکې نېږدې ۴۰ تنه وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان دي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG