د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

غني: د خلکو وژونکي جنایت‌کاران به هېڅ‌ځای کې خوندي نه‌وي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې پرونۍ انتحاري حملې په شدت وغندلې.

ښاغلي غني له ارګه په خبرپاڼه کې ویلي چې "وسله‎وال طالبان په بې‌شرمۍ د ملکي وګړو د وژلو مسؤلیت مني او فخر ورباندې کوي."

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله ویل شوي چې د "داسې جنایت عاملان به د افغانستان په هېڅ برخه کې په امان کې نه‌پاتې کېږي."

د افغانستان ولسمشر په ‎دې حملو کې له وژل شویو او زخمیانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د زخمیانو په درملنه کې به هېڅ ډول امکانات ونه‌سپمول شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا په کابل کې پرون مازیګر د دارالامان پر سړک په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۸ تنه ملکي خلک او پوځي مأمورین وژل شوي او ۷۲ تنه زخمیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي پرون ازادي راډیو ته وویل، د چاودنو زیات قربانیان ملکي وګړي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي
د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رئیس فریدون عبیدي

فریدون عبیدي زیاته کړه:

"تحقیقات جریان لري. د حملې علت او انګېزه او د تلفاتو وروستی رقم به ان‌شاءالله له کابل ښاریانو سره شریک کړو."

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق نظري اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل چې د هرات وکیله رحیمه جامي هم په زخمیانو کې ده خو د هغې د روغتیايي وضعیت په اړه‌یې نور معلومات نه‎دي ورکړي.

د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر احمدولي صبوري ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ حمله د ملي امنیت د پنځم ریاست په دروازه کې دوهمه د افغانستان امریکايي پوهنتون ته نېږدې شوې ده.

د ښاغلي صبوري په وینا، دواړه حملې انتحاري وې او د موټرو په وسیله شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې پر ملکي خلکو پرونۍ حملې غندلي او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دا حملې د بې‎ګناه خلکو ژوند ته د وسله‎والو بې‌پروايي څرګندوي.

په‎ دې سازمان کې د اسیا د جنوب چارو مشرې چمپا پاټېل په کابل کې د دې چاودنو په اړه د بې‌پرې، خپلواکو او هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې پر ملکي خلکو پرونۍ حملې غندلې.
د بخښنې نړیوال سازمان هم په کابل کې پر ملکي خلکو پرونۍ حملې غندلې.

مېرمن پاټېل ویلي چې د چاودنو قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت د تأمین لپاره باید څېړنې وشي او عاملین‌یې باید مجازات شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په کابل کې د پرونیو چاودنو له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا پرون سې شنبه پر ټویټر ولیکل چې دوی له‎ دې امله د افغانستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي لري او د قربانیانو کورنیو ته صبر غواړي.

XS
SM
MD
LG