د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

کاموال: بهرني جنګیالي کندز کې د قرارګاه جوړولو هڅې کوي


په کندز کې سیمه ییز چارواکي وايي چې بهرنیو جنګیاليو هڅې پیل کړي، څو په دې ولایت کې د تاجکستان هېواد ته نږدې خپلې پوځي قرارګاوې جوړي کړي او له دې لارې پر اسیايي هېوادونو باندې خپل برېدونه وکړي.

په شمال‎ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین‎زر زون قوماندان لوی پاسوال شېرعزیز کامه‎وال له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جندالله ترهګرې ډلې پورې مربوط بهرني جنګیالي لکه چیچین، اویغور، ازبکستاني، تاجکستاني او عرب پلان لري څو په کندز کې د تاجکستان سرحد ته نږدې خپل پوځي مرکزونه جوړ کړي.

کاموال: دوی غواړي د تاجکستان سرحد ته نږدې قرارګاه جوړه کړي.
کاموال: دوی غواړي د تاجکستان سرحد ته نږدې قرارګاه جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د جندالله ډله، د ازبکستان تروریستان، تاجکستانیان، چیچین، اویغور او عربان دوی هڅې کوي څو په کندز کې د تاجکستان سرحد ته نږدې قرارګاه جوړه کړي او خپل کسان دلته راانتقال کړي، ځکه دغه ولایت هم تاجکستان سره پوله لري او هم اسیايي هېواده ته نږدې دي، خو موږ هڅې کوو څو د دوی پلانونه شنډ کړو او شنډ کړي مو هم دي."

ښاغلي کامه‎وال زیاته کړه چې دوی هڅې کوي څو په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو همدارنګه د بهرنیو جنګیالیو ټول پلانونه شنډ کړي، خو نوموړي د بهرنیو جنګیالیو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل:

"زموږ عملیات په کندز کې جریان لري هم هوايي او هم ځمکنې دا عملیاتو د افغان ځواکونو ل‏خوا پر مخ وړل کېږي او له موږ سره په دې عملیاتونو کې بهرني ځواکونه برخه نه لري او له موږ سره په عملیاتونو کې د افغان هوايي ځواکونو الوتکي مرسته کوي."

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا وايي چې په دې ولایت کې تراوسه پورې داسې چاڼیز پوځي عملیات نه دې پیل شوي چې په پایلې کې د دولت د سیورې لاندې جغرافیا پراختیا موندلي وي.

ولي: تراوسه پورې داسې چاڼیز پوځي عملیات نه دې پیل شوي.
ولي: تراوسه پورې داسې چاڼیز پوځي عملیات نه دې پیل شوي.

نوموړي زیاته کړه:

"اوس‏مهال یوازې د ښار مرکز او دولتي ادارې د دولت په کنټرول کې دي، خو له ښار څخه بهر دولت خپل حاکمیت نه لري او د ښار په دوه کېلومترۍ او درې کېلومترۍ کې وسله‎وال مخالفین حضور لري."

په همدې حال کې د کندز یوشمېر اوسېدونکي وايي، کچېرې دولت د ژمې په موسم کې د دې ولایت امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي، نو د هوا په ګرمېدو سره به کندز د جګړي په ګرم ډګر بدل شي.

د کندز ښار یوتن اوسېدونکي وايي:

"ستونزې خو ډېرې دي خو دولت باید د امنیت راوستو ستونزې ته توجه وکړي او که توجه ونه کړي نو وضعیت به له دې هم خراب شي او له کبله به یې ملکي خلک در په دره شي."

کندز د هېواد په شمال ختیځ کې موقعیت لري او دغه ولایت د ۲۷۰ کېلومتره په اوږوالې سره له تاجکستان هېواد سره پوله لري او د افغانستان او تاجکستان تر منځ د امو سیند بهېږي.

دغه خبرې په داسې کې رابرسېري کېږي چې څو ورځې وړاندې د کندز سیمه‎ییزو چارواکو په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او بهرنیو جنګیالیو پر وړاندې د «پامیر ۱»په نوم د ژمنې تصفیوي عملیاتو د پیلېدو خبر وکړي وو.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG