د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

افغان چارواکی: طالبانو سره د روسيې همکاري نوی خطرناک بهیر دی


افغان او امریکايي چارواکي د روسيې او طالب استازو تر منځ د وروستیو کتنو په باب خپاره شویو راپورونو سخت اندېښمن کړي دي.

روېټرز خبري اژانس د یوه لوړ رتبه افغان امنیتي مقام په حواله چې نوم‌يې نه‎دی ذکر شوی وايي، له طالبانو سره د روسيې تماس او همکاري یو نوی خطرناک بهیر دی.

په مسکو او تاجکستان کې د روسي او طالب استازو تر منځ د غونډو راپورونه د افغانستان استخباراتي مقامات اندېښمن کړي او وېره لري چې دا ارتباط ښايي طالبانو ته د وسلو او مالي سرچینو تر بریده رسېدلي وي.

روېټرز اژانس د کندز د امنيې قوماندان قسیم جنګل‌باغ له قوله وايي، د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالسلام په تاجکستان کې د روسيې او طالبانو تر منځ غونډه کې د طالبانو استازیتوب کړی دی.

د کندز امنيه قوماندان قسیم جنګل‌باغ
د کندز امنيه قوماندان قسیم جنګل‌باغ

دغه‌راز د افغانستان جمهوري ریاست یوې منبع د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي روسي مقاماتو په مسکو کې هم له طالبانو سره کتنه کړې ده.

د افغان چارواکو دا اندېښنه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم څرګنده کړې ده.

جنرال نېکلسن تېره اوونۍ واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، روسيه په افغانستان کې د بد نیته لاسوهنې په هدف له پاکستان او ایران سره یوځای شوې ده.

د جنرال نېکلسن په وینا روسیه هڅه کوي چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو زمینه برابره کړي.

امریکايي او افغان مقاماتو تر دې مخکې هم ویلي چې روسیه په دې پلمه چې ګواکې داعش ځپي له طالبانو سره تماسونه ټینګ کړي دي.

طالبانو هم له روسيې سره د خپل تماس موضوع نه‌ده رد کړې او دا يې هم ویلي چې له طالبانو سره د روسانو اړیکه له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې ده خو دا ارتباط تر سیاسي او معنوي ملاتړ پورې محدود دی.

د افغانستان جمهوري ریاست کې ځینو سرچینو روېټرز اژانس ته ویلي د دوی د معلوماتو له مخې تر دې دمه د طالبانو او روسيې تر منځ اړیکه سیاسي بڼه لري.

خو روسیه بیا دا اندېښنه ردوي او ټنیګار کوي چې په دې اړه خپاره شي راپورونه حقیقت نه‎لري.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا د چهارشنبې په ورځ وویل، موږ په وار-وار دا ویلي چې روسيې له طالبانو سره هېڅ ډول پټ تماس او یا خبرې نه‌دي کړي او نه‌هم مسکو طالبانو ته کوم ډول ملاتړ برابروي.

دغه‌راز کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتڅکي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې دا رد کړه چې ګواکې هېواد يې له طالبانو ملاتړ کوي.

کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتڅکي
کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیتڅکي

افغان حکومت له خپل لوري وايي، د افغانستان له ټولو ګاونډیانو تمه او غوښتنه لري چې خپل روابط د دولتونو په سطحه وساتي.

افغان چارواکي او د خلکو استازي اندېښنه لري چې که له طالبانو سره د روسيې همکاري او پوځي او مالي ملاتړ موجود وي نو دا به د افغانستان په روانه جګړه کې یو نوی تحول وي او د دې هېواد د سولې او ثبات د هڅو پر وړاندې به نور خنډونه اوچت کړي.

XS
SM
MD
LG