د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

مشرانو جرګه طالبانو سره د روسيې او ایران مرستو په اړه رباني ورغواړي


له وسله‎والو طالبانو سره د روسیې او ایران مرستو یو وار بیا د افغانستان د مشرانو جرګې اندېښنې راوپارولې.

د مشرانو جرګې غړو د سې شنبې په ورځ د یادې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې دغه مسئله باید د بهرنیو چارو وزارت له‎خوا په جدي ډول وڅېړل شي.

د ولسي جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د دغې جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دنده سپارلې چې د دغې موضوع په اړه د نور وضاحت په خاطر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یاد کمېسیون ته وروغواړي.

د ولسي جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار
د ولسي جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"تېرو مجالسو کې هم داسې بحث شوی و ، د روسيې او ایران په اړه داسې شواهد پیدا شوي چې هغوی له طالبانو سره همکاري کوي، ما پخوا هم غوښتنه کړې وه، که په همدې اړه څه موجود وي، نو زموږ توصیه به د دغه کمېسیون د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته دا وي چې په همدې اړه د بهرنیو چارو وزارت راوغواړي معلومات ترې وغواړي او تالار ته راپور وړاندې کړي."

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه چې څه موده کېږي له وسله‎والو طالبانو سره د روسيې د مرستو په اړه خبرې کېږې او په خبره‌یې دغه مسئله د اندېښنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې استازي ضمیر کابلوف د ترکي انادولو اژانس ته د وسله‎والو طالبانو سره د روسيې چارواکو د اړیکو په اړه څرګندونې کړې وې.

کابلوف ویلي و چې وسله‎وال طالبان د هغو کسانو په وړاندې جګړه کوي چې موږ په سوریه کې له هغې سره جنګېږو نو دا علت دی چې زموږ ګټې نېږدې کوي او په خبره‌یې وسله‎وال طالبان او روسیه یو شان لیدلوری د داعش په وړاندې لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزارت په داسې مسائلو کې بې‌تفاوت نه‎دي پاتې شوي او وړاندې تر دې یې په همدې اړه له روسي چارواکو سره خبرې هم کړي.

د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر فرامرز تمنا ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت منتظر دی چې د روسيې هېواد په همدې اړه نور توضیحات ورکړي.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا
د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا

ښاغلي تمنا زیاته کړه:

"په هماغه ورځ د روسي چارواکو سره خبرې وشوې، ښکاره ده چې د سیمې هغه هېوادونه چې زموږ د سیاسي او امنیتي چارو په اړه کوم دریځ لري په هغه کې دوی بې‌تفاوته نه‎دي، د دغې موضوع د وضاحت لپاره باید له ډيپلوماتیکو لارو څخه کار واخیستل شي او دا موضوع د بهرنیو چارو وزارت په پام کې ده او موږ په انتظار یو چې په دې اړه د روسیې هېواد افغانستان ته لا ډېر معلومات وړاندې کړي."

د مشرانو جرګې غړو همداراز وویل چې روسیه په مستقیم ډول د تاجکستان له لوري له وسله‎والو طالبانو سره پوځي مرستې کوي او دغه مسئله د افغانستان لپاره خطرناکه ده.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، د سیمې هغه هېوادونه چې د هغو ترورېستې ډلو سره همکاري کوي چې افغانان وژني د سیمې لپاره خطرناک دي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG