د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

کندز چارواکي: افغان ځواکونو پامیر "۱" عملیاتو کې پرمختک کړی


د کندز د سیمه‎ییزو چارواکو په وینا، افغان ګډو ځواکونو په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د پامیر "۱" په نوم ژمني پراخ تصفیوی عملیات پیل کړي دي.

شمال‎ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین‎زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیزکامه‌وال رسنیو ته وویل، دغه عملیات تېره ورځ د افغان ګډو ځواکونو له‎خوا د کندز ښار اړوند سیمو کې همدارنګه د دې ولایت څلورو ولسوالیو خان‎اباد، امام‌صاحب، دشت ارچي او په چهاردرې کې پیل شوي دي.

ښاغلي کامه‌وال زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې نهه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه‌یې ټپيان شوي دي.

شمال‎ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین‎زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیزکامه‌وال
شمال‎ختیځ زون کې د ۸۰۸ سپین‎زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیزکامه‌وال

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ځواکونه په قوي مورال سره د پرمختګ په حال کې دي، ځکه د ژمي موسم د تصفیوي عملیاتو لپاره ډېر یو ښه فُرصت دی او باید له دې وخته ګته واخلو څو سیمه کې د وسله‎والو طالبانو پلانونه او پټن‌ځایونه له‌منځه یوسو."

په ورته وخت کې د پامیر شلمې فرقې قوماندان جنرال عبدالمالک کریمي بیا وايي چې د روانو عملیاتو پایله کې تر اوسه یو شمېر کلي د کندز ښار اړوند سیمو کې همدارنګه په ولسوالیو کې د وسله‎والو مخالفانو له شتونه تصفیه شوي دي.

کندز چارواکي: افغان ځواکونو پامیر "۱" عملیاتو کې پرمختک کړی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

ښاغلي کریمي زیاته کړه:

"زه د کندز ولس ته ډاډ ورکوم چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او نورو امنیتي ارګانونو ځواکونه د دوی خدمت کې دي او موږ هڅې کوو څو دغه ولایت د طالبانو له شتونه تصفیه کړو."

د پامیر شلمې فرقې قوماندان جنرال عبدالمالک کریمي
د پامیر شلمې فرقې قوماندان جنرال عبدالمالک کریمي

ښاغلی کریمي وايي، په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو یو سرتېری وژل شوی دی، خو ملکي وګړو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

دغه پوځي چارواکی زیاتوي چې روان عملیات به تر هغه وخته دوام ولري، څو د دې ولایت نا امنه سیمې له طالبانو پاکې شوې نه‌وي.

د یادونې وړ ده چې دغه پوځي عملیات په داسې حال پیلېږي چې له دې وړاندې د کندز ولایتي شورا او مدني ټولنو فعالانو خبرداری ورکړی وو، که ژمي کې د دولت ضد عناصرو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل نه‌شي، نو ښايي راتلونکي پسرلي کې دغه ولایت له ډېرو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي.

تر اوسه پورې وسله‎والو مخالفانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور​: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG