د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

سرچینې: د طالبانو ځینې لوړپوړي مشران له کوټې هلمند ته تللي


وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې هلمند ته د کوټې شورا لېږد ردوي، خو وايي د دې ډلې ځينې وتلي قوماندانان له خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د ځينو اختلافاتو له کبله هلمند ته تللي دي.

دغو سرچينو له ازادي راډيو سره په خبرو کې له هغو اختلافانو پرده پورته کړه چې د دوى په وينا د کوټې په شورا کې يې درز ايجاد کړى دى.

په وروستيو کې د هلمند ځينو اوسېدونکو او قومي مخورو هم تائيد کړې چې د وسله والو طالبانو ځينې وتلي قوماندان دغه ولايت ته ورغلي دي.

د طالبانو د رهبرۍ شورا کوټه پرېښې او هلمند ته راغلي؟

د هلمند د اوپراتيفي ډلې مشر عبدالجبار قهرمان تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې تائيد کړه چې د طالبانو د ډلې ځينې غړي هلمند ته ورغلي دي.

هغه د دې ډلې په مشرتابه کې له اختلافاتو پورته پورته کړه.

قهرمان: دا خبره پرځاى ده.
قهرمان: دا خبره پرځاى ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دا خبره پرځاى ده چې د طالبانو او د هغوى د قوماندانانو ترمنځ د عشر، زکات، خيراتونو، جبر او فشار په نتيجه کې چې له ولس څخه پيسې راټولېږي، پر سر يې لانجې وې، دوى يوه اوونۍ مخکې له کوټې دوه- درې کسان رااستولي وو چې راشي دا پروسيجر وڅاري چې څومره پيسې ټولې شوي، خو د شورا په نامه څه چې دلته رهبري وکړي، هېڅ نه شته؛ دا تبليغاتي هڅه ده."

تر دې مخکې په راپورونو کې ويل شوي وو چې وسله وال طالبان غواړي د کوټې شورا هلمند او د پېښور شورا ارزګان ته انتقال کړي.

د طالبانو د ډلې يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته د ملا ګل اغا، ملا صدر ابراهيم او ملا عبدالمنان اخند نومونه واخيستل چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د اختلافاتو له کبله له کوټې څخه هلمند ته تللي دي.

د سرچينې په خبره، ملا ګل اغا چې د وسله والو طالبانو مالي مسؤل ګڼل کېږي، په داسې حال کې تازه په تازه هلمند ته تللى چې د پاکستان استخباراتي ادارو يې د نيولو هڅه کوله.

د دې سرچينې په وينا، د پاکستان استخباراتي ادارې د ملا ګل اغا د نيولو لپاره د کوټې په اسحاق اباد کې د ده پر کور چاپه واچوله، خو په دې وخت کې دى هلته نه و.

د وسله والو طالبانو يوې بلې سرچينې هم دا موضوع تائيد کړه او ازادي راډيو ته يې وويل چې ملا ګل اغا د طالبانو د مخکېني مشر ملا منصور له ملاتړو څخه دى چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته يې زړه نه و، مالي منابع د طالبانو له اوسني مشر ملا هبت الله اخندزاده سره شريک کړي.

د طالبانو اوسنی مشر ملاهبت الله اخندزاده
د طالبانو اوسنی مشر ملاهبت الله اخندزاده

د ده په وينا، پاکستان له ملا ګل اغا غوښتنه کړې، څو هغه مالي منابع چې مخکې يې دغه ډله تمويلوله له هبت الله اخندزاده سره شريک کړي چې په وروستيو کې له مالي ستونزو سره لاس و ګرېوان دى.

خو څرنګه چې ملا ګل اغا له هبت الله اخندزاده سره ښې اړيکې نه لري او باور هم نه ورباندې کوي، مخکې تر دې چې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا ونيول شي، هلمند ته وتښتېد.

راپورونه وايي، وسله والو طالبانو له اوږدې مودې راهيسې نه يوازې له خپلو سيمه ييزو شريکانو، ځينو شتمنو افغانانو او عرب سوداګرو مالي مرستې ترلاسه کولې، بلکې د کوکنارو د کښت، د قيمتي ډبرو د قاچاق دغه راز د عشر او زکات د راټولولو له لارې يې هم پيسې لاس ته راوړلې.

قهرمان: طالبان له قیمتي کانونو د ورځې ۵٠ زره ډالره لاسته راوړي

وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې هم وايي، د هلمند لپاره د طالبانو د پوځي شورا مسؤل ملا صدر ابراهيم او د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوى والي ملا عبدالمنان له ملا هبت الله اخندزاده سره د ناسمو اړيکو له کبله هلمند ته تللي دي.

د دغو سرچينو په وينا، تر دې مخکې د ژمي په راتګ او د جنګ له کمېدو سره د وسله والو طالبانو ډېر جنګيالي کوټې تلل، خو اوس د دې ډلې د مشرتابه او کليدي مشرانو ترمنځ د اختلافاتو له کبله هغو کسانو چې د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور پلوي کوله، سږکال کوټې ته نه دي تللي.

که څه هم د ملا هبت الله اخندزاده په مشرۍ د وسله والو طالبانو ډلې د داخلي اختلافاتو او هلمند ته د دې ډلې د ځينو مهمو مشرانو د تګ په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو ملا عبدالمنان نيازي چې ځان د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د بېلې شوې ډلې وياند معرفي کوي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کوټې په شورا کې د اختلافاتو د ولاړېدو خبر تاييد کړ:

ملا نیازی: دوى د بيت المال پر سر جنجالونه کړي دي.
ملا نیازی: دوى د بيت المال پر سر جنجالونه کړي دي.

"دوى د هغو امکاناتو او بيت المال پر سر چې ورسره و، جنجالونه کړي دي، کله چې هبت الله واک ته ورسېد دوى پيسې هغه ته نه ورکولې، تر هغه حده چې زه معلومات لرم، هغه پانګې چې ورسره وې په پاکستان کې ورڅخه نيول شوي دي، دا رښتيا ده چې د ملا هبت الله ډله د پيسو پر سر په خپلو کې قوي جنجالونه لري."

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته د دې ډلې ګڼ غړي د مشرتابه په ګډون پاکستان ته لاړل.

د پاکستان ځينو لوړ رتبه چارواکو هم په پاکستان کې د طالبانو د رهبرۍ حضور تائيد کړى دى.

XS
SM
MD
LG