د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر نن وویل چې د برلین د خونړي برید مشکوک کس په میلان کې د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د برلین د تیرې دوشنبې په ورځ د کرسمس پر یوه بازار په حمله کې چې د یوې لارۍ په واسطه وشوه، ۱۲ تنه ووژل شول او شاوخوا ۵۰ نور ژوبل شول.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیرمارکو مینیتي د دغې پېښې په اړه نن په روم کې په یوه خبري غونډه کې وویل:
"تېره شپه درې بجې د پولیسو د عادي ګزمې په جریان کې یوه پولیس د میلان په سیسټوسن ګیواني سیمه کې یومشکوک کس ودراوه. کله چې هغه ودرول شو، مشکوک کس سمدستي یوه تومانچه راوایسته پرهغه پولیس یې ډزې وکړې چې له ده یې د هویت د اسنادونو د ښودلوغوښتنه کړې وه."
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ښاغلي مینیټي وویل، ایالتي پولیسو په عکس العمل کی دغه مشکوک کس چې زموږ پر پولیسو یې ډزې کړې وې، په ډزو وواژه.
د په هغه په وینا هغه پولیس چې په ډزو لګیدلی اوس په روغتون تر درملنې لاندې دی او وضعیت یې خطرناک نهدی.
په دې اړه چې ایا وژل شوی کس د برلین د تېرې دوشنبې د ورځې اصلي مشکوک چې د انیس عامري په نوم یو۲۴ کلن تونسي کډوال ښودل شوی، د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر وویل:
"له څېړنې وروسته دا معلومه شوه چې دغه وژل شوی کس له شک پرته انیس عامري د برلین د تروریستي حملي احتمالي مشکوک دی."
وروسته له هغې چې د جرمني چارواکو وویل چې عامري د دغې حملي مشکوک وباله په ټوله اروپا کې د هغه موندلو لپاره عملیات پیل شول.
د ایټالیا صدراعظم پاولو جینټیو لوني وایي، ده په خپله د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ته ټیلیفون وکړ او هغې ته یې وویل چې د برلین د حملې مشکوک کس په میلان کې له پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو.
په برلین کې د فدرالي څارنوالی دفتر اعلان وکړ چې څارنوالان به د دغې حملې په اړه د خپلو پلټونو په باب یوه خبري غونډه جوړه کړي.
له هغې وروسته به د جرمني د کورنیو چارو وزیر تومان دې مایزېري په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند توبیس پلیټ مخکې ویلي و چې که دا تائید شي چې دغه سړی چې په میلان کې په ډزو وژل شوی وي هماغه د برلین د حملې مشکوک انیس عامري وي، دوی به ځان ډېر ارام احساس کړي.
د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپور له مخې عامري د هغو په زرګونو تونیسانو په ډله کې وو چې د ۲۰۱۱میلادي کال په فبروري کې د مدیترانې د سمندرګي له لارې ایټالیا ته راغلی و. دا هغه وخت و چې په سیمه کې عربي پسرلۍ پیل شوی و.
نوموړی د ۲۰۱۱میلادي کال د اکتوبرپه ۲۳مه د اور اچولو، حملې او غلا په تور نیول شوی او وروسته په څلور کاله بند محکوم شوی و.
عامري د ۲۰۱۵ میلادي کال په مې میاشت کې له زندانه له خوشې کېدو دوه میاشتې وروسته جرمني ته تللی و.
د راپورونو له مخې په جرمني کې د هغه د پناه غوښتنه رد شوې وه.
پخواني:
د ایټالیا خبري رسنۍ انسا وایي، هغه سړی چې د ایټالیا له پولیسو سره په میلان کې په ډزو ووژل شو، د برلین د کرېسېمس پر بازار د حملې اصلي مشکوک دی.
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت نن د ورځې په پیل کې په دې اړه یوه خبري غونډه رابللې وه.
د ډزو دغه پېښه نن په سیمه ییز وخت د سهار په درې بجو د میلان په سیسټو سن ګیواني سیمه کې په داسې حال کې رامنځته شوه چې پولیسو خپله عادې ګزمه کوله.
د انسا خبري اژانس وايي، دغه سړي وروسته له هغه د موټرله ټول بکسه خپل ټوپک را وایست چې پولیسو ورڅخه د هغه د پیژندګلوي د اسنادو غوښتنه وکړه.
په ډژو کې د پولیسو یو افسر ژوبل شوی دی.
د خبر له مخې په میلان او روم کې ډېرو سرچینو دا تائید کړه چې وژل شوی کس انیس عامیري د برلین د دوشنبې د ورځې د موټري حملې مشکوک حمله کوونکی دی.
په دغه حمله کې ۱۲ کسان ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ژوبل شول.
انیس عامیري چې د دغې حملې اصلي مشکوک بلل شوی، ویل کېږي یو تونسی دی او یوه کال مخکې جرمني راغلي او له دې هېواده یې د پناه غوښتنه کړې وه.
تراوسه د جرمني چارواکو دا مسئله نهده تائید کړې چې د برلین د حملي اصلي مشکوک په میلان کې ووژل شو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې که دا تائید شي چې دغه سړی چې په میلان کې په ډزو وژل شوی وي هماغه د برلین د حملې مشکوک انیس عامري وي، دوی به ځان ډېر آرام احساس کړي.
له بلي خوا د جرمني پولیس وایي، دوه وروڼه یې چې په کاسوو کې زیږیدلي د جمعې د ورځې په لومړیو کې د جرمني په لویدیځه برخه کې د خرڅلاو پر یوه مارکیټ د حملې د پلانولو په تور نیولي دي.
پولیسو په یوه بیان کې وویل چې تورن کسان چې عمرونه یې ۲۸ او ۳۱ ښودل شوی په دویزبورګ ښار کې وروسته له هغې ونیول شول چې د استخباراتو ادارې په دې اړه اطلاع ترلاسه کړې وه.
پولیس شک کوي چې دغو تورنو ښایي اوبیرهاوسین ته نېژدې پر سینټرو مال د حملې پلان درلود.
دا یوه د جرمني تر ټلو لوی بازار دی چې شاوخوا دونیم سوه پلورنځي لري او معمولاً د کرسمس په وخت له خلکو ډک وي.
پولیسو وویل چې دې بازار او نورو نېژدې د کرسمس بازارونو کې يې د پولیسو ګزمې زیاتې کړي دي.