د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۶

جرمني پولیس د برلین پېښې په تړاو یو مشکوک تونیسي کډوال څاري


د جرمني رسنۍ وایي، پولیسو په یوه تونسي سړي پسې د لټون عملیات پیل کړي دي.

دا هغه سړی دی چې اسناد یې د هغې لارۍ په کابین کې موندل شوي چې د برلین د کرسمس په یوه بازار کې پر خلکو ورغله، ۱۲ تنه یې ووژل او نېژدې ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

د جرمني ویلټ ورځپاڼې او ډېرشپیګل اونېزې نن چهارشنبې خبر ورکړ چې دغه کس د روان میلادي کال په پیل کې جرمني ته د یوه کډوال په توګه راغلی دی.

د جرمني چارواکو د چهارشنبې په ورځ ډاډ څرګند کړ چې دوی به ډېر ژر د دغې لارۍ چلونکی پیدا کړي خو دغه راز یې د برلین اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د یوه وسله‎وال بریدکوونکي په اړه چې د تېښتې په حال کې دی، بیداره و اوسي.

دوی ویلي چې کیدای شي په دغه حمله کې له یوه زیات کسان ښکیل وي.

د جرمني جنایي څېړنو د ټولنې مشر اندري شولز په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، دی نسبتاً ډاډه دی چې دوی به ښایي سبا یا په نېژدې راتلونکې کې د نوي مشکوک کس په نیولو بریالي شي.

هغه وویل، زیات شواهد او نښې شته او دا هغه شواهد دي چې د دغه جنایت په اړه شاوخوا ۵۰۰ کسانو له دوی سره شریک کړي دي.

د برلین پولیسو مخکې د دغې پېښې په تړاو یو پاکستانی کډوال نیولی و چې وروسته یې د کره شواهدو د نشتوالي له امله د سې شنبې په ورځ بېرته خوشې کړ.

له دغې پېښې وروسته پولیسو د مهمو ځایونو امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د برلین د پولیسو ویاند توماس نیوندورف نن په برلین کې خبریالانو ته د امنیتي تدابیرو په اړه وویل:

"د برلین پولیسو یو واربیا خپل امنیتي پلانونه وڅېړل. موږ به د کرسمس په بازارونو او همدا شان نورو ځایونو کې د پولیسو له خوا امنیتي تدابیر زیات کړو. پر دې سربېره پولیس به په ښکاره له ځان سره ماشینګڼې ګرځوي او موږ به دغه راز لکه د لارو د بندولو په څېر تخنیکي اقدامات هم وکړو چې د ځینو سیمو امنیت لا ټینګ کړو."

د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخېستی دی.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل چې تېر میلادي کال په خپله خاوره کې د په سلګونو زره کډوالو د منلو د سیاست له امله د سیاسي رقیبانو تر سخت فشار لاندې ده ویلي چې که دا تائید شي چې دغه حمله یوه پناه غوښتونکي ترسره کړې ده، دا به ډېره خواشینونکې وي.

XS
SM
MD
LG