د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۸

د برلین پېښې د تورن موندلو لپاره سل زره یورو جایزه ټاکل شوې


د جرمني چارواکي د هغه تونسي سړي پر سر ۱۰۰ زره یورو جایزه ورکوي چې په برلین کې يې د لارۍ په واسطه یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د جرمني فدرال څارنوالۍ د انیس امیري په نوم د یوه تونسي کس عکسونه خپاره کړي دي او د هغه د موندلو لپاره‌يې ۱۰۰ زره یورو جایزه تعیین کړې ده.

په هغې اعلامیه کې چې د جرمني د څارنوالۍ له‎خوا خپره شوې راغلي دي چې که هر څوک د دغه ۲۴ کلن تونسي په اړه معلومات ولري، نو د پولیسو سره دې په تماس کې شي.

د جرمني څارنوالۍ د امیري په اړه معلومات هم خپاره کړي دي او په یوه اعلامیه کې یې ویلي دي چې انیس امیري وړاندې تر دې هم د تورن کس په نوم د پولیسو تر څار لاندې و.

راپورونه وايي، پولیسو د انیس امیري په اړه یو شمېر اسناد په هغې لارۍ کې موندلي دي چې نوموړي د تېرې دوشنبې په ورځ د هغې په واسطه په برلین ښار کې برید ترسره کړی و.

پر امیري دا تور دی چې په قصدي ډول‌يې لارۍ موټر د هغه خلکو پر ډله ورخوشې کړی دی چې برلین کې د کرېسمس پر مراسمو بوخت وو.

په دې برید کې ۱۲ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د جرمني د نارت راین ویستفالین ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف ییګر تېره ورځ د رسنیو سره د تونسي تورن انیس امیري په اړه وویل:

"د تورن کس په اړه کولای شم معلومات ورکړم، د ۲۰۱۶ میلادي کال د فبروري راهیسې د هغه د اوسېدو ځای همدا برلین و. نوموړی په همدې نېږدې ورځو کې نارت راین ویسټفالین ته راغلی و او پولیسو لا له وړاندې د ده په اړه معلومات د ترورېزم په وړاندې د مبارزې څانګې ته ورکړي وو."

د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر خپل اړوند یوې انټرنیټي پاڼې اعماق باندې د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې د برلین برید د دوی یوه سرتېري کړی دی او د ائتلاف اړوند هېوادونو یو شمېر اوسېدونکي يې مړه او ژوبل کړي دي.

تر دې وړاندې یو پاکستانی تبعه د برلین د پېښې په تور د پولیسو له‌خوا نیول شوی و، خو د کره شواهدو د نشتوالي له امله بېرته خوشې شو.

دې ته په یوه بله ورته پېښه کې چې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې په فرانسه کې د یوه تونسي کس له‌خوا د لارۍ په واسطه ترسره شوه، ۸۶ تنه ووژل شول.

په ورته وخت کې د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا اولانډ ویلي دي چې د برلین د پېښې په تړاو د جرمني د مسئولینو سره په تماس کې دي.

XS
SM
MD
LG