د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د برلین پولیس وایي وروستۍ حمله ښايي ترورېستي وي


د برلین پولیس وایي، هغه لارۍ چې د دې ښار یوې کلیسا ته نېږدې په سرعت د خلکو پر ګڼه ګوڼې ورغله او لږ تر لږه ۱۲ تنه‌یې ووژل او په لسګونو نور یې ژوبل کړل، احتمالاً یوه ترورېستي حمله وه.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل وایي، دا ګومان کوي هغه دولس کسان چې د برلین د کرسمس په یوه ګڼه ګوڼې بازار کې د یوه لارۍ چلوونکي له‌خوا چې موټر یې په سرعت پر هغوی وروستی، وژل شوي، دا یوه ترورېستي حمله وه.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل

مېرکل د دغې پېښې په اړه په یوه بیان کې وویل:

"تر اوسه یقیني د دغې پېښې د جزئیاتو په اړه موږ نه‌پوهېږو، خو د اوس لپاره داسې انګېرو چې دا یوه ترورېستي حمله ده. زه پوهېږم چې که دا تائید شي چې دغه جنایت داسې یوه کس ترسره کړی چې له جرمني یې د خوندیتوب او پناه غوښتنه کړې دا به بیا د ټولو لپاره سخته وي چې دا مسئله و‌زغمي. دا به په تېره بیا د ټولو هغو جرمنیانو لپاره چې هره ورځ له کډوالو سره مرسته کوي او د ډېرو هغو خلکو لپاره چې یقیناً زموږ مرستو ته اړتیا لري او هڅه کوي چې زموږ په هېواد کې جذب شي، ډېره ناراحت کوونکې وي."

په دې پیښه کې چې تېره شپه د پلازمېنې په لوېدیځ د کایزر ویلیام کلیسا ته نېږدې د سوداګرۍ په یوې مشهورې سیمه کې وشوه، نېږدې پنځوس تنه نور ټپیان شوي دي.

لوېدیځو خبري رسنیو د جرمني د امنیتي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي هغه مشکوک کس چې دغه عمل به‌یې ترسره کړی وي، یو ۲۳ کلن پاکستانی دی چې تېر کال جرمني ته راغلی او د کډوالو په یوه مېلمستون کې اوسېده.

دغه کس چې د پولیسو په وینا د لارۍ چلوونکی دی دغه بازار ته نېږدې په داسي حال کې نیول شوی چې د پېښې له ځایه‌یې د تېښتې هڅه کوله.

ویل شوي چې هغه لارۍ د خلکو ګڼه ګوڼې ته اتیا متره دننه وروستې ده.

خو د برلین د پولیسو مشر وروسته وویل چې تر اوسه دا نه‌ده روښانه چې د دغې خونړۍ پیښې عامل به دوی نیولی وي.

کلاوس کنډټ وویل، تر هغه ځایه چې دی خبر دی دا په حقیقت کې تر اوسه یقیني نه‌ده چې دا به د لارۍ چلوونکی وي.

د برلین پولیسو مخکې ویلي و چې نیول شوي کس په دغې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل د هغې پرېکړې له امله چې دې په ۲۰۱۵ کال کړې او په خپله خاوره کې یې د یو میلیون کډوالو منلو ته اجازه ورکړې وه، د سیاسي رقیبانو تر سختو انتقادونو لاندې ده.

اکثره جرمنان په جرمني کې د دغو کډوالو جذبول یوه لویه ستونزه بولي.

د جرمني پولیسو د لارۍ چلوونکي په خوا سيټ کې د یوه بل سړي مړی هم موندلی چې ویل کېږي پولندی دی.

د جرمني رسنیو د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیر کارل هینځ شرویتر له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي د پولند دغه تبعه په خپله د دغې حملې قرباني دی نه د هغې عامل.

د پولنډ د خبري رسنیو د راپور له مخې هغه لارۍ چې په دغې حمله کې کارول شوې، د بار وړلو په یوه پولنډي شرکت پورې اړه لري.

د آریل زوراوفسکي په نوم د دغه شرکت مالک خبریالانو ته ویلي چې د لارۍ چلوونکی د ده د تره زوی و چې جرمني ته‌یې اوسپنه لېږدوله او له پرون راهیسې ورسره اړیکه پرې شوې ده.

دغې پېښې فرانسه چې ورته پېښه‌یې مخکې تجربه کړې وه، دې ته اړ کړه چې په ټول هېواد کې د کرسمس د بازارونو امنیت ټینګ کړي.

د فرانسې په نیس کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش یوه ملاتړي موټر چلوونکي پر خلکو خپل موټر وروستی و چې په نتیجه کې یې ۸۶ کسان ووژل شول.

سپینې ماڼۍ د برلین پېښه یوه احتمالي ترورېستي حمله بللې او هغه‌یې غندلې ده.

په بیان کې ویل شوي چې دا یوه وحشتناکه پیښه ده چې ظاهراً یې زموږ د ژوند کولو بڼه په نښه کړې وه.

د جرمني پولیسو دغه‌راز ویلي احتمال شته چې دغه لارۍ به تښتول شوي وي.

دغه پېښه داسې مهال شوې چې خلک د کرسمس یا د حضرت مسیح میلادي جشن لپاره تیاری نیسي.

هغه سیمه چې په‌کې دغه پېښه رامنځته شوې.
هغه سیمه چې په‌کې دغه پېښه رامنځته شوې.

XS
SM
MD
LG