د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

ارګ: طالب رهبري دې له تور لېسته د وتو لپاره موږ ته مراجعه وکړي


د افغانستان حکومت وايي، د سولې پروسه ورته ډېره مهمه ده او که وسله‌وال طالبان سوله غواړي باید د افغانستان حکومت ته مراجعه وکړي.

ارګ وايي، دا د افغانستان د قانوني حکومت صلاحیت دی چې د ملګرو ملتونو له تور لېسته د چا د نوم د ایستلو یا په لېست کې د شاملېدو غوښتنه وکړي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې وسله‌والو طالبانو یو وار بیا مشروطو خبرو ته تیاری وښوده او ویې‌ویل چې که‌یې مشران له توره لېسته وایستل شي، حاضر دي چې له امریکایانو سره خبرې وکړي.

د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري په دې اړه زیاته کړه:

"د تور لېسته د وتلو یوازینی مرجع چې رسمي صلاحیت لري چې وغواړي د ملګرو ملتونو په دې لېست کې څوک داخل یا خارج کړي، هغه رسمي او باصلاحیته مرجع یوازې منتخب افغان حکومت دی."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، که د دوی شرطونه ومنل شي حاضر دي چې له امریکا سره د سولې خبرې وکړي.

مجاهد ویلي چې له امریکایانو سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرط دا دی چې د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته وایستل شي او ټول بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د طالبانو د دې غوښتنې د ردولو تر څنګ وویل چې که طالبان سولې ته لېوالتیا لري نو د سولې اصلي مرجع، چې باید طالبان ورته رجوع وکړي، هغه د افغانستان منتخب حکومت دی.

دی وايي:

"د سولې پروسه د افغانستان لپاره مهمه ده او په دې پروسه کې د افغانستان حکومت خپل دوامدار شریکانو سره خاصتاً د امریکا متحده ایالات چې د افغان حکومت خاص شریک دی، دا ډول موضوعات ورسره شریک کېږي، ولې یوازینی هغه رسمي لاره چې د سولې پروسه مخته بیايي هغه افغان حکومت دی چې نتیجه هم ورکوي."

طالبانو ۱۰ ورځې وړاندې هم ویلي و چې که د دوی شرطونه ومنل شي د سولې مخامخ خبرو ته حاضرېږي.

طالبانو ۱۰ ورځې وړاندې هم ویلي و چې که د دوی شرطونه ومنل شي د سولې مخامخ خبرو ته حاضرېږي.
طالبانو ۱۰ ورځې وړاندې هم ویلي و چې که د دوی شرطونه ومنل شي د سولې مخامخ خبرو ته حاضرېږي.

د طالبانو په نویو شرطونو کې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل شامل دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له قوله د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې لیکلي و چې دا شرطونه له امریکا او د دغه هېواد له متحدانو سره د مخامخ خبرو لپاره ضروري دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG