د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د نفتو او ګازو ټولنه وايي حکومت‌یې فعالیتونه انحصاروي


د افغانستان د نفت او ګازو ټولنه شکایت کوي چې دولت غواړي د نفت او ګازو د یو نوي شرکت په جوړولو سره د نفت او ګازو په موجوده ټولنه کې د شاملو شرکتونو سوداګرېز فعالیتونه انحصار او په چارو کې یې غیر قانوني مداخله وکړي.

د دې ټولنې د غړو شرکتونو مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل، که دولت ورسره لازمې قانوني مرستې وکړي، دوی توان لري چې د نفت او ګازو د تولید او واردولو برخه کې تر یو میلیاردو ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د دغو شرکتونو په استازیتوب د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي وویل، حکومت اوس‎مهال د یو سټنډرډ شرکت د جوړولو مالي او مسلکي ظرفیت نه‌لري او روانې هڅې یې د ګټې پر ځای د زیان لامل ګرځي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو مسؤل اذرخش حافظي

ښاغلي حافظي زیاته کړه:

"ځینو دولتي مراجعو او له دې ډلې څخه د نفتو او ګازو تصدي د دې پر ځای چې یو مثبت رول ولوبوي، یوه مسوده‌یې ترتیب کړې چې له مخې یې د خصوصي سکټور په نیابت کې یو انحصار جوړ شي او د نفتو او ګازو ټولې چارې کنټرول کړي. دوی باید په نظر کې ولري چې د اساسي قانون په ۱۰مه، ۱۱مه او ۱۲مه ماده کې انحصار منع دی."

ښاغلي حافظي دا هم وویل، موجوده خصوصي سکټور یو فعال بنسټ دی او تر اوسه‌یې د نفتو او ګازو د تولید او واردولو برخه کې ۳۷۴۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

ښاغلي دغه شان وویل، اوس‎مهال خصوصي سکټور د نفتو او ګازو شاوخوا ۲۵۰۰ ټانکونه فعال او د ۱۵۰۰۰۰ ټنو په ظرفیت‌یې د نفتو ګازو ذخیرې جوړې کړې دي.

د افغانستان د نفتو او ګازو د ټولنې مسؤلینو دا هم وویل، که د نفتو او ګازو تصدۍ غواړي چې لا فعاله شي، کولای شي چې د نفتو او ګازو په موجوده ټولنه کې د یو غړي شرکت په توګه شامل شي نه دا چې د خصوصي سکټور فعالیتونه انحصار کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د نفتو او ګازو د تصدۍ رئیس ولید تمیم ازادي راډیو ته وویل، تصمیم نیول شوی چې دغه تصدي په یو فعال او پیاوړي ملي شرکت بدله شي.

ښاغلي تمیم دا هم وویل، جوړېدونکی ملي شرکت به له خپلو سهم‎دارانو سره، له یوې خوا د نفتو او ګازو د تولید او واردولو کچه زیاته کړي او له بلې‌خوا به په دې برخه کې د خصوصي سکټور له نورو شرکتونو سره مرسته وکړي.

د افغانستان د نفتو او ګازو د تصدۍ رئیس ولید تمیم
د افغانستان د نفتو او ګازو د تصدۍ رئیس ولید تمیم

نوموړي وویل:

"د دې په اساس‎نامه کې د انحصار بحث نه‌شته، موږ باید له تصدۍ څخه په یو شرکت بدل شو، زموږ حضور به په مارکېټ د یو سهم لرونکي په توګه وي نه د انحصارګر په توګه. دا به سالمه رقابتي فضا رامنځته کړي او یوه ځانګړې کړۍ چې د مالیې څخه ایسته کوي، مخه به‌یې ونیول شي."

د نفتو او ګازو د تصدۍ رئیس دا هم وویل، له دې سره به په مارکېټ کې د نفتي موادو د بیو د خپلسرۍ مخه هم ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په اکثرو ښارونو کې د نفتي موادو بیې تر ډېره نه څارل کېږي او خرڅوونکي یې په خپل سر د دې موادو بیې ټاکي.

د افغانستان خلکو بیا-بیا پر حکومت ټینګار کړی چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره، په مارکېټ کې د موادو بیې کنټرول کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG