د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

نورم او سټنډرډ اداره: د تیلو واردوونکي حق نه لري، چې بې کیفیته تیل وارد کړي


د افغانستان د نورم او سټنډرډ اداره وايي، د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې د تیلو واردوونکي حق نه لري، چې هېواد ته بې کیفیته تیل وارد کړي.

د دې ادارې رییس وايي، سوداګرو ته وخت ورکړل شوی، چې په درېیو میاشتو خپل کې قراردادونه تصفیه کړي.

وروسته له هغه چې افغانستان ته د بې کیفیته تیلو له واردولونه ډیر شکایتونه وشول، د وزیرانو شورا پریکړه کړې چې دې هېواد ته دې د بې کیفیته تیلو د را وردلو مخه ونیول شي.

د نورم او سټنډرډ ادارې رییس وايي، د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې له دې وروسته د تیلو واردوونکی مکلف دي چې هېواد ته پترول (A92) او ډېزل ( L0262) ډوله تیل را وارد کړي.

د نورم او سټندرد ادارې مشر پوپلزي پوپل په دې اړه د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل:

"د وزیرانو شورا د پریکړې له مخې هغه مواد او نیمه خام مواد چې د فابریکو د تصفیې لپاره راواردیدل سوداګرۍ او صنایعو وزارت په وړاندیز منع شوي دي، افغانستان ته باید ای دوه نوي پترول او ال صفر دوه شپږ دوه تیل باید را وارد شي چې دا لوړ سټنډرډ دی او وخت ورته ورکړل شوی چې درېیو میاشتو پورې هغه څوک چې پخواني قراردادونه لري هغه تیل را روادولای شي چې ملي سټنډرډ سره مطابقت ولري."

هغه زیاته کړه، افغان سوداګرو ته وخت ورکړل شوی چې په درېیو میاشتو کې له اړوندو هېوادونو سره خپل پخواني قراردادونه تصفیه او له وروسته ښه کیفیت لرونکي تیل راوړي.

وزیرانو شورا د نورم او سټنډرډ ادارې ته لارښوونه کړې، چې له ټاکلې نېټې وروسته هرهغه سوداګر چې بې کیفیته تیل افغانستان ته وارد کړي، د قانون له مخې باید مجازات شي.

د افغانستان د ګازو او نفتو سراسري ټولنې د وزیرانو شورا د دې پریکړې هرکلی کړی او هغه یې د چاپیریال ساتنې او روغتیا لپاره مهم ګام وباله.

د دې ټولنې استازي اذرخش حافظي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ځیني دولتي کړۍ شته چې د بې کیفیته موادو په را روادولو کې لاس لري، خو هغه د چا نوم یاد نه کړ:

"موږ د وزیرانو شورا د مصوبې جدي ملاتړ کوو او د عملي کیدو لپاره یې زموږ ټولنه په ټول افغانستان کې خپل ملاتړ اعلانوي.

دا ټولنه د هغو ۱۰۶ شرکتونو استازیتوب کوي چې د نفتي موادو د واردولو، ونډې لرلو، تولید، ویشلو او انتقال ۹۷ په سلو کې اقتصادي بنسټونه په واک کې لري."


څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم خبرداری ورکړی و ،چې له دې وروسته سوداګر د بې کیفیته تیلو د واردولو حق نه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۵۶ شرکتونه دا مهال د نفتي موادو د را واردولو جواز لري او له دې وروسته به هیڅ سوداګر ته اجازه ورنه کړل شي چې په کوم بل تجارتي جواز افغانستان ته تیل وارد کړي.


د دې وزارت چارواکي دا هم وايي، چې د تیلو د وارداتو او پلورپه برخه کې جوړ شوی قانون به له تصویب او توشیح وروسته د ډېرو سرغړونو مخه ونیسي.

راپور :رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG