د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

صافی: په صنعتي پارک کې یوازې ۳۸۰ فابریکې فعالې دي


افغان صنعتکاران وایي، د هېواد په صنعتي پارکونو کې د تولیدي فابریکو په نامه په شاوخوا (۷۰) فیصده ځمکو کې ګدامونه، د نفتو ګازو پلورنځی او یا د ځینو بهرنیو موسسو دفترونه جوړ شوي.

دوی وایي، دا ځمکې باید هغو صنعتکارو ته ورکړل شي، چې فابریکې په کې فعالې کړي.

دوی دا هم وایي، په ځینو ولایتونو کې د فابریکو په نامه ځمکو کې کورونه، مارکېټونه او شخصي باغونه هم جوړ شوي دي.

ایسا یا د افغانستان د پانګې اچونې ملاتړه اداره خبرداری ورکوي چې، که پانګوال په دغو ځمکو کې تولیدي فابریکې فعالې نه کړي، ځمکې او د فابریکې امتیاز به ورڅخه بیرته واخیستل شي.

د افغانستان د صنتعکارانو سراسري ټولنه وایي، د کابل ښار په صنعتي پارک کې، پر پانګوالو څه کم « ۱۱۰۰ » نمرې ځمکه ویشل چې فابریکې په کې فعالې کړې، خو اوس مهال لیدل کېږي چې څلور سوه فابریکې په کې هم فعالې نه دي.

دوی وایي، په دې پارک کې د فابریکو په نامه په اکثرو اخیستل شویو ځمکو کې پانګوالو شخصي کارونه پیل کړي دي.

د دې ټولنې مرستیال عبدالجبار صافی د دوشنبې په ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې تاکېد وکړ چې دا ځمکې دې هغو پانګوالو ته ورکړل شي چې عملي کار په کې پیل کړي:

″په صنعتي پارک کې د یوزرو اوه شپیته فابریکو نقشه جوړه او تر ډیره حده په پانګوالو وویشل شوه، خو اوس په کې یوازې درې سوه اتیا فابریکې فعالې دي.

په پاتې ځمکو کې ګدامونه، ډیپوګانې، دفترونه او ذخیرې جوړې شوي، ځیني بهرنیانو په کرایه ورکړي دي.

که څوک په کې فابریکې نه شي فعالولای باید هغو پانګوالو ته ورکړل شي چې عملي کار په کې پیل کړي.″

ښاغلی صافی دا هم وویل، سربیره په کابل ښار، د هرات، ننګرهار او کندهار په ولایتونو کې هم یو شمېر خلکو د فابریکو په نامه په اخیستل شویو ځمکو کې شخصي مارکېټونه، کورونه او باغونه جوړ کړي.

دی تاکېد کوي، چې د دې ځمکو مستحق هغه پانګوال دي چې د هېواد له اقتصادي ودې سره مینه لري.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې څه باندې یو زرو درې سوه، لویې او وړې فابریکې فعالې دي، چې شاوخوا دوه لکه کسان په کې په کار بوخت او مختلف مواد تولیدوي.

بل خوا ایسا یا د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایي، هغو ټولو پانګوالو ته یي خبرداری ورکړی چې که په لږه موده کې یي فابریکې فعالې نه کړي، ځمکه او د فابریکې امتیاز به ورڅخه بیرته واخیستل شي.

د دې ادارې ویاند روح اله احمدزۍ ازادۍ رادیو ته وویل:

″موږ ټولو ته خبرداری ورکړی، چې د یو زرو درې سوه دوه نوي یم کال تر پای دی، فابریکې فعالې کړي او که نو ځمکې به ځیني بیرته واخیستل شي، په دې اقدام کې موږ جدي یو، له مربوطو ارګانو سره ګډه پریکړه شوې ده.″

د دې ترڅنګ صنتعکاران له حکومته غواړي چې د اوبو، برېښنا، ګمرکې تعرفو، د قوانینو په اسانولو او د زیر بناوو په برابرولو کې ورسره مرستې وکړي.

د ایسا اداره وایي، د کابل، ننګرهار او کندهار په ولایتونو کې یي تر ډیره ځایه تولیدوونکو ته اسانتیاوې برابرې شوي او د مالي او سوداګرۍ له وزارتونو سره ګډې هڅې جاري دي، څو، د دوی فعالیتونو ته هر اړخیزې، تخنیکي، مشورتي او قانوني اسانیتاوې برابرې شي.

راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG