د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

حافظي: د پطرولو واردات په انحصاري ډول غضنفر شرکت ته ورکړل شوی


آزرخش حافظي د افغانستان د نفتو او ګازو د شرکتونو سراسري ټولنې مشر
آزرخش حافظي د افغانستان د نفتو او ګازو د شرکتونو سراسري ټولنې مشر
د نفتي موادو اوګازو د شرکتونو سراسري ټولنه وایي، افغان حکومت دا مهال له ترکمنستان څخه د پطرولو ټول واردات په انحصاري ډول غضفنر شرکت ته ورکړي دي.

د افغانستان د نفتو او ګازو د شرکتونو سراسري ټولنه وایي چې؛ افغان حکومت د اقتصادي مافیا ملاتړ کوي او د پطرولو ټول واردات یې په انحصاري ډول غضنفرشرکت ته ورکړي دي.

د دې ټولنې مشر آزرخش حافظي وایي چې؛ دې کار د نفتي موادو څه باندې سل شرکتونه د سیالۍ له ډګره ویستلي او د هغوی پانګونه یې له خطر سره مخ کړې.

ښاغلي حافظي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ د حکومت دا اقدام د اقتصاد د پياوړتیا او د ازاد بازار له اصولو سره په مخالفت کې دی.

"سوداګرۍ وزارت د پنځه لکه ټنه پطرولو واردات په انحصاري ډول غضنفر شرکت ته ورکړي، له موږ سره د سوداګرۍ د وزیر په لاسلیک دا سند موجود دی، دا مهال یوسل او شپږ داسې شرکتونه دي چې دا مهال د نفتي موادو په تولید، توزیع او ټرانسپورت کې فعالیت کوي، دې شرکتونو په ټول افغانستان کې درې نیم زره مییلیونه ډالره پانګونه کړې، دوی دلته له رقابت څخه لرې پاته شوي او بیې لوړې شوي."

افغانستان دا مهال د نورو نفتي موادو ترڅنګ په کال کې پنځه لکه ټنه پطرولو ته اړتیا لري چې؛ د حافظي په خبره ټول واردات یې غضنفر شرکت کوي.

ښاغلی حافظي دا هم وایي چې غضنفر شرکت دا مهال د پطرولو په نوم افغانستان ته پریماګون نفتي مواد راوړي چې استعمال یې چاپیرال او موټرو ته ډیر زیان لري.

د نفتو او ګازو شرکتونو د ټولنې دا اعتراضونه وروسته له هغې راپورته شول چې وزیرانو شورا تیره اونۍ غضنفر شرکت ته بیا د پطرولو د را واردیدو او تصفیې اجازه ورکړه.

زمونږ له شرکت پرته اته نهه نور شرکتونه هم دا مهال له ترکمنستان او روسیې څخه د بطرولو په ګډون نفتي مواد واردوی
غضنفر
له دې وړاندې د غضنفر شرکت فعالیتونه پردوی د یولړ لګیدلو تورونو له امله درول شوي وو.

خو د پطرولو د باراز د انحصارولو په اړه د نویو ادعاوو په اړه مو هڅه وکړه چې د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو نظر هم واخلو خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د غضنفر شرکت مشر محمد اسماعیل غضنفر دا ادعا رد کړه او ویې ویل، د دوی ترڅنګ اته نور شرکتونه هم له ترکمنستان او روسیې څخه پطرول را واردوي.

ښاغلي غضنفر ازادي راډیو ته وویل چې د نفتي موادو په واردیدو کې هیڅ ډول انحصار نشته:

"دا مهال په مجموع کې اته شرکتونه له بهرنیو هیوادونو څخه نفتي مواد را واردوي، ترکمنستان کې هم دا شرکتونه لسګونه قراردادونه لري، زمونږ له شرکت پرته اته نهه نور شرکتونه هم دا مهال له ترکمنستان او روسیې څخه د بطرولو په ګډون نفتي مواد واردوی، په ترکمنستان کې هیچاته د موادو د اخیستو ممانعت نشته، هرڅوک کولای شي مواد واخلي او هر هیواد ته یې چې زړه وي یوسي."

ښاغلي غضنفر وویل چې دا مهال ټی ایم، آسیا انټرنیشنل، خیرخواه، فراهي برادرز، فواد، یما او کامګار شرکتونه له ترکمنستان او روسیې څخه پطرول واردوي.

اسماعیل غضنفر هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د پریماګون په نوم نفتي مواد چاپیریال او موټرو ته زیان رسوي.

د زیان اندازه کمه ده:

نوموړی وایی چې پریماګون نیمه خام پطرول دي چې د سټندرډ ادارې منلي او د ډیزلو او پطرولو نه یې د زیان اندازه کمه ده.

تراوسه معلومه نه ده چې په دې برخه کې به د نفتي مواد د شرکتونو د ټولنې او که غضنفر شرکت خبرې مستندې وي، خو دا هغه موضوع ده چې ځواب یې بیا هم باید سوداګرۍ وزارت ورکړي.

د پطرولو د انحصاري واردیدو په اړه دغه ضد او نقیض څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې دا مهال په هیواد کې د تیلو او ګازو بیې لوړې شوي او په اړه یې د خلکو شکایتونه ورځ تربلې پسې زیاتیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG