د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

مدني فعالانې: د پکتيا ادارو کې ښځې لازمي ونډه نه‌لري


د پکتيا يو شمېر مدني فعالانې او له پوهنتونونو فارغې نجونې وايي، هغه ډول چې لازمه ده په رسمي دولتي بستونو کې دوی ته ځای نه‌دی ورکړل شوی او په خبره‌يې حکومت د دوی لپاره د مقررۍ او بستونو ته د کانديداتورۍ پر مهال خنډونه ایجادوي.

دوی وايي، په دولتي بستونو کې نه‌ګمارلو مأيوسه کړي دي او په خبره‌يې د دې وضعيت دوام ښايي په دې ولايت کې د نجونو راتلونکی وګواښي او حتی له درسي محيط‌يې لیرې کړي.

همت: نسبت د نجونو نه نارينه‌و ته دوی ډېره ترجيح ورکوي.
همت: نسبت د نجونو نه نارينه‌و ته دوی ډېره ترجيح ورکوي.

دوی وايي، که مرکزي حکومت او ولايتي اداره‌يې په استخدام کې جدي پام ونه‌کړي د دې ولايت په ټولو ادارو کې به د ښځينه کارکوونکو ونډه کمرنګه وي، د پکتيا د ولايتي شورا پخوانۍ وکيله زرغونه همت په دې اړه وايي:

"بدبختانه چې بعضې دفترونو کې موږ خپلې سي وي ورکوو، نسبت د نجونو نه نارينه‌و ته دوی ډېره ترجيح ورکوي او هغوی استخداموي."

يوازې زرغونه همت دا ستونزه نه‌يادوي د پکتيا اکثريت له ۱۲ او ۱۴ ټولګيو او پوهنتونونو فارغې نجونې وايي چې دوی په رسمي دندو کې د مقررۍ پر مهال له ستونزو سره مخ دي، د پروانه پکتين په نوم یوې بلې نجلۍ وویل:

"په کمه سترګه ښځو ته کتل کېږي، که څه هم لېسانسه وي، خو بيا هم وظيفه کې دومره چانس نه‌ورکول کېږي، ما څو ځايه وظيفې ته سي وي لېږلې، خو زه‌يې نه‌يم استخدام کړې، ما خو پوهنتون هم ويلی دی نه‌پوهېږم چې ستونزه په څه کې ده او نجونو سره ولې داسې کېږي."

د ښځو پر وړاندې شته ستونزې په پکتيا کې د ښځو شبکې مشره ماهره احمدزۍ هم تائيدوي وايي چې د پکتيا په ټولو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه کمرنګه ده.

احمدزۍ: د پکتيا ټولو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه کمرنګه ده.
احمدزۍ: د پکتيا ټولو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو ونډه کمرنګه ده.

نوموړې زیاته کړه:

"یوازې د ښځو چارو رياست کې چې څو بستونه د ښځو لپاره شته هلته ښځې استخدام شوې دي او نور په هېڅ رياست کې موږ ښځې کارمندانې نه‌لرو حتی د جندر په بست کې د دوی زړه وو چې نارينه استخدام کړي."

نوموړې له مرکزي او ولايتي ادارې غواړي چې د نجونو د استخدام برخې ته جدي او ځانګړی پام وکړي چې ښځې په راتلونکي کې له نور مشکل سره نه‌وي مخ شوي.

نوموړې زیاته کړه:

"هسې پخوانۍ پکتيا نه‌ده، اوس موږ خويندې لرو چې لېسانسه دي دارالمعلمين نه فارغ دي، دوی بايد په ښو بستونو کې وګمارل شي داسې نه چې دوی فکر وکړي چې راځئ دا يوه ښځه ده په ټيټ رتبه مأموريتيې غلطه کړه داسې نه‌ده، دوی بايد په ښو بستونو او لوړو بستونو کې ښځينه مأمورين استخدام کړي."

د دوی په خبره پخوا په پکتيا کې خلکو نجونې تعليم ته نه‌پرېښودې، خو اوس‌يې چې تعليم او کار ته پرېږدي بايد حکومت د ښځينه‌و په استخدام کې پوره ونډه واخلي او خلک وهڅوي چې په پکتيا کې نجونې له کوره بهر زده‌کړو او کارونو ته دوام ورکړي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازې راضيه سعادت د پکتيا په ادارو کې د ښځو پر وړاندې بېلابېل خنډونه يادوي وايي چې د يادو ستونزو د هواري لپاره‌يې له حکومتي ادارو سره ډېرې ناستې شوې دي خو په خبره‌يې لا هم ښځې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړې زیاته کړه:

"دا واقعيت لري، موږ دا مشکل په پکتیا کې لرو په ټولو رياستونو کې ښايي دوه درې خويندې کار وکړي چې دوی ته دا مشکلات زيات دي ښځو ته ونډه نه‌ورکول کېږي دوی فکر کوي چې ښځې کار نه‌شي کولای او شته خويندې د ټرانسپورټېشن ستونزه لري."

اوریاخېل: زموږ ډېرې خويندې وظيفه اجرا کوي.
اوریاخېل: زموږ ډېرې خويندې وظيفه اجرا کوي.

د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اورياخېل د ښځو پر وړاندې خنډونه مني خو وايي چې د تېر وخت نه اوس په پکتيا کې د ښځو برخه په اداره کې پياوړې شوې ده:

"مخکې به موږ بېخي خویندې نه‌شوی پيدا کولای چې دوی حاضرې شوي وی چې وظيفه‌يې اجرا کړې وی، اوس ګورو چې زموږ ډېرې خويندې وظيفه اجرا کوي او شايد په بعضې ځينو کې به له مشکلاتو سره هم مخ شوي وي، هغه به هم بعضې علتونه لري په ځينو ځايونو کې معاشات کم وي دوی نه‌حاضرېږي."

د دې په خبره لا هم يو شمېر نجونې او ښځې په ادارو کې له ستونزو سره د مقررۍ پر مهال مخ کېږي چې د هواري لپاره‌يې له ولايتي ادارې سره ناستې شوي او د حل په موخه به‌يې ګامونه پورته کړي.

ښځې پر داسې مهال په ادارو کې د خپلې ونډې کموالي خبره کوي چې د پکتيا په ټولو اداراتو کې د جندر بستونو لپاره د ځينو چارواکو په خبره تر اوسه پورې ښځينه نه‌دي ګمارل شوي.

راپور: داود تپان

XS
SM
MD
LG