د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۶

په پکتيا کې د کورني تاوتريخوالي له امله ۱۷ ښځې وژل شوي


په تېره اوونۍ کې د پکتيا ولايت احمدابا او سېدکرم ولسوالۍ مربوطه سيمو کې دوه ښځې وژل شوي؛ چې په دې سره په ياد ولايت کې د شپږو مياشتو په پوره کېدو، ۱۷ ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل شوي او ګڼ شمېر نورې يې ژوبلې شوې او يا د چارواکو په خبره د کورنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

په پکتيا کې د بشرحقونو فعالين او امنيتي ادارې خبر ورکوي؛ چې په تېره يوه اوونۍ کې د دې ولايت مرکز ګردېز ته ورڅېرمه ولسواليو د احمدابا په مچلغو او د سیدکرم په نګرام کليو کې دوه ښځې وژل شوې دي، په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون له پاره د بشرحقونو د ښځو د برخې مسوله جميله يوسفزۍ وايي، چې په دې اوونۍ کې یې د ښځو بېلابېلې پېښې څېړلي دي:

"په دې هفته کې مو د ښځو مختلفې قضيې برسي کړې دي؛ چې په هغه کې دوه د قتل دي، چې عاملين يې هم د امنيه قومندانۍ په همکاري نيول شوي دي، دغه دواړه قضيې په سېدکرم او احمدابا ولسواليو کې شوې دي."

د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو سيمې اوسېدونکی او قومي مشر حاجي ګلام خان په احمدابا کې د يادې شوې پېښې په اړه وايي؛ چې پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله نه بلکې د ښځې د عصابي مشکلاتو پر اساس رامنځ ته شوې ده:

"موږ چې څومره خبر يو دې نجلۍ په خپله ځان ويشتلی دی او د پلار او مور په کور کې وه، دا مالومات دقيق دي، چې نه د خسرګنۍ طرفه ته تاوتريخوالی لري او نه هم د پلرګنۍ لور ته، دا څوک چې هرڅه وايي، دا دروغ دي، نجلۍ کېدی شي عصابي مشکلات ولري."

د ځينو امنيتي ادارو مشران، د بشر حقونو فعالان او د ښځو چارو رياست کارکوونکي وايي؛ چې قومي مشران، د سيمې اوسېدونکي د حاکمو رواجونو او دودونو له مخې له دوئ څخه دا ډول پېښې په لوی لاس پټوي او دوئ په ټولو پېښو په خپل وخت لکه څنګه چې ښايي نه خبريږي او نه يې څوک خبروي، په پکتيا کې د ښځو چارو ريیسه نسرين اورياخېله وايي، چې په پکتیا کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوای ورځ تربلې زیاتیږي:

"رښتيا هم دا دوه پېښې شوې دي او تاوتريخوالی ورځ تربلې زياتيږي او وخت پر وخت مالومات هم ترلاسه کوو، خو ډېر وخت خبرونه نه رارسيږي يا ډېر وروسته تر موږ رارسيږي، په دې ډول ډېرې مخفي وژنې هم کيږي او څوک نه خبريږي."

د پکتيا امنيه قومندانۍ جينايي مدير سمونوال نورمحمدسادات هغه پېښې يادوي؛ چې دوی ترې خبر شوي او په اړه يې پلټنې کړې دي، دی وايي، چې د ډېرو پېښو عاملين يې نيولي او څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي:

"په تېرو شپږو مياشتو کې قسم، قسم پېښې شوې دي، دا څو د قتل قضيې چې موږ ترې خبر يو دا دي، چې دوه په مرکز کې دي، يوه ښواک ولسوالۍ کې، يوه احمدخېلو ولسوالۍ کې، يوه مېرزکې او بله هم د زرمت ولسوالۍ کې ده، چې د يادو پېښو لس تنه عاملين نيول شوي او څارنوالي ته هم معرفي شوي دي."

نوموړی زياتوي، چې دوی په تېرو شپږو مياشتو کې له کورنو څخه د فرار يا تښتېدنې دوه پېښې هم لري.

په ګردېز کې د سوېل ختيځ زون له پاره د بشرحقونو ريیس شفيق الله نيازی وايي؛ چې سږ په پکتيا کې د تېر کال په نسبت دکورني تاوتريخوالې پېښې زياتې شوې دي.

د نوموړي په خبره چې د تېرو شپږو مياشتو راهيسې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ۱۷ ښځې وژل شوې، چې په دغو کې شپږ ښځو د تاوتريخوالي له وجې ځانونه وژلي يا خودکشي کړې او نورې ۱۱ په بېلابېلو ډولونو د کورنيو له لوري وژل شوې دي .

نوموړی وايي، د تاوتريخوالي بېلابېلو ډولونو ګراف لوړ شوی دی:

"وژل، ځان وژنه، وهل ټکول، د ښځو له خوا مسموم کېدونکو شيانو خوړل، سقط جنين او همداسې نور ډېرو ډولونو باندې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ دي، د تېر کال په نسبت سږ کال د تاوتريخوالي له کبله خونړی کال بللی شو، سږ په شپږو مياشتو کې دومره پېښې لرو؛ چې تېر کال مو په ۱۲ مياشتو کې لرلې."

نيازی دا هم زياتوي، چې د شپږو مياشتو په پوره کېدو په دې ولايت کې ۱۷ ښځې وژل شوې او ګڼې نورې په بېلابېلو سيمو کې د کورني تاوتريخوالي له امله ژوبلې شوې، د ده په خبره چې په دې ډول ښايي نورې پېښې هم شوې وي او دوئ نه وي ترې خبر شوي.

د ځينو سرچينو په خبره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ريپورټونه په داسې حال کې ورکول کيږی؛ چې د سيمې خلک، قومي مشران او ځيني اداري چارواکي نه غواړي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دا ډول ريپورټونه خپاره شي.

خبريال : داود تپان - پکتيا
XS
SM
MD
LG