د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

خوست: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوي


د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې په دې میاشت کې په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ډېریدو انديښنه څرګندوي.

دوی وايي، چې په دې میاشت کې د تاوتریخوالي نهه قضیې دوی ورغلي، چې په هغه کې د طلاق غوښتلو، وهلو ټکولو، په کم عمرۍ کې د ودولو او د ښځو د بدل قضیې شاملې دي.

د خوست د ښځو چارو رییسه ډاکټره ملالي ولي مشال راډیو سره په خبرو کې د تاوتریخوالي د قضیو د ډېریدو لاملونه عدلي او قضايي ادارو ته د ښځو د لاسرسي ډيریدل او په دې اړه پراخه عامه پوهاوی په ګوته کوي.

ملالۍ ولي د دې میاشتې د تاوترخوالي قضیې داسې ښيي:

"په دغه میاشت کې موږ ته نهه قضیې راغلې دي، چې مختلف لاملونه لري، لکه طلاق غوښتل، وهل ټکول، په کم عمر کې د نجونو ودول چې بلوغ ته نه وي رسیدلي، د بدل قضیې او داسې نورې، پنځه قضیې مو حل کړي، درې مو پولیسو ته د جلب لپاره لیږلي او یوه قضیه مو هم څارنوالي استناف ته لیږلې ده. "

دا چې د ښځو چارو ریاست د یادو قضیو د حل په اړه څه جراات کړي، په اړه يې ډاکټرې ملالۍ ولي وویل:

"پنځه قضیې د وهلو ټکولو او د طلاق وې، هغو چې غوښتل طلاق واخلي، موږ د ریاست په چوکاټ کې د ښو او سالمو مشورو پر اساس دغه پنځه کورنۍ موږه د تفریق او طلاق اخیستو نه راوګرځولې، دوی نه مو غټ تضمینونه واخیستل او دوی ژمنه وکړه، چې بیا به موږ پر ښځو خشونت او تاوتریخوالی نه کوو. "

د ښځو چارور رئیسه وايي، چې د خوست د ښار او نږدې سیمو سربیره په دې وروستیو کې حتی له لیرې پرتو ولسوالیو او د امنیتي تهدیدونو لاندو سیمو څخه لکه د تریزیو او علیشیرو، صبریو او باک ولسوالیو نه هم دوی ته قضیې راغلي، چې وروسته يې په سلا مشورو د دوی فامیلي ستونزې هوارې کړي او تاوتریخوالي ته يې د پای ټکی ایښی.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېریدو د لاملونو په اړه اغلي ملالۍ ولي وايي، چې عدلي او قضايي ادارو ته د ښځو د لاسرسي ډېریدل او په دې اړه ښځو ته پراخه عامه د دې لامل شوې چې ښځې د پخوا په پرتله ډېره مراجعه وکړي.

د خوست د ښځو چارو رئیسې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که کوم جینۍ او یا ښځه کور ته د ستنیدو پر مهال له ګواښ سره مخامخیږي، دوی ورته د امن کور لري وویل، چې خلکو ورسره د امن د کور د جوړولو منښته نده کړې:

"کله چې ما د امن د کور د جوړولو مسله خلکو سره شریکه کړه، ما سره يې ونمنله، ځکه دوی فکر کاوه چې په دې ځای کې به نورې هم دا ډول قضیې ډېرې شي او فکر به کوي چې دوی د خوندیتوب ځاب لري او هلته ځي، د امن کور په کابل کې شته کله چې کورنۍ خپله جینۍ او ښځه په کور کې ونمني، نو موږ يې بیا مرکز ته معرفي کوو. "

بل لوري ته د شبنم په نوم د مدني ټولنې یوه تنه فعاله هم د ښخو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ډېریدو خواشیني ښکاره کوي، خو وايي چې اوس د ښځو د حقونو د غوښتنې یوه مرجع شته.

شبنم له ټولو هغه نجونو او ښځو چې د جدي تاوتریخوالي کړیږي، غوښتنه کوي چې پرته له هر ډول عکس العمل دې خپلې قضیې په ارامه سره مسوولو ادارو ته سپاري.

مسوولې ادارې داسې مهال په خوست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېریدو خبره کوي، چې څه موده مخکې د سویل ختیز زون د بشري حقونو دفتر هم د لويې پکتیا په دریو ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او خوست کې د تاوتریخوالي د پېښو پر اوه سلنه ډېریدو انديښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG