د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د ښځو ترمنځ بې ځایه سیالي او شریکي کومې ستونزې راولاړوي؟


په روانه خپرونه کې د ښځو ترمنځ په ناسالمې سیالۍ او شریکۍ خبرې کوو؛ بې ځایه سیالي او شریکي او د ښځو تر منځ منفي رقابتونه څومره د دوی کورني ژوند کې ستونزې روا ولاړوي؟

دا چې مېرمنې ولې دا ډول کړنې ترسره کوي،حل لارې یې څه دي او د اسلام له نظره که یوه کورنۍ له بلې سره حسد او کینه کوي دا جواز لري او کنه؟

په افغاني ټولنه کې ډیری میرمنې د نورو اساسي ستونزو ترڅنګ له دې هم ځوریږي چې په خپلو کې سره ناسالمه سیالي او شریکي لري،د کور له ابتدایي وسایلو نه نیولې تر اولاد راوړلو پورې د لیوره له ښځو ایندریندو او حتی خواښې سره سیالي کوي،که یوه میرمن د کور ښه وسایل او اسباب ولري نو دا بله هم ولو که اقتصاد یې هم ښه نه وي په پور یې پیدا کوي چې له یور نه یې شاته پاتې نه شي،همدارنګه که یوه د لیوره ښځه ډیر زامن ولري نو دا بله هم کوښښ کوي چې ډیر زامن وزیږې همداسې د ژوند په نورو برخو کې ناسالمه سیالي او شریکي د کورنیو ترمنځ په حسد او کینې بدلیږي او آن کله کله د کورنیو ترمنځ د دښمنۍ باعث هم ګرځي.

ځینې میرمنې د اولادونو په تیره بیا په نارینه اولاد کې ډیر ضد سره کوي که یوه یور ډیر زامن ولري نو دا بله هم کوښښ کوي چې باید ډیر زامن وزیږوي او که کیسه برعکس شي او لورګانې یې زیاتې شي بیا نو په خپل منځ کې سره عقده پیدا کوي او یوه د بلې په ضد کیږي،حتی کله کله میرمنې د دې لپاره چې په اولاد راوړلو کې یې سیالي برابره شي،خپل ژوند له لاسه ورکوي،ځکه چې وجود یې د هر کال ماشوم راوړلو توان نه لري.

د پکتیا اوسیدونکې فیروزه وایي د دې زامن ډیر وه نو د لیوره ښځې هم غوښتل چې دې سره یې زامن برابر کړي او له دې سره به یې د دې موضوع په خاطر سیالي کوله.

له ماشومانو ورهاخوا میرمنې په خپلو منځونو کې دا سیالي هم کوي چې که یوه میرمن له کوره بهر کار کوي او د کور کارونو ته مزدور نیسي نو بله یور یې هم چې له دې کمه رانه شي دا کار کوي،ثریا هغه میرمن ده چې له کوره بهر کار کوي د کور د کارونو لپاره یې کاریګر نیولی نو د لیوره ښځه یې هم د دې له ضده د کور کار په مزدور کوي.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG