د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

قاسمیار: طالبان باید خپل هر ډول اختلافات د خبرو لارې هوار کړي


د افغانستان د سولې عالي شورا پر وسله‌والو طالبانو غږ کوي چې هر ډول اختلافات د خبرو اترو له لارې هوار کړي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.

یاده شورا وايي، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «ص» د میلاد مبارک په درناوي له طالبانو هیله ده چې نور له جنګ او وینې تویولو لاس واخلي.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

قاسمیار: هېڅ شرعي جواز نه لري چې څوک خپل مسلمان ورور ووژني.
قاسمیار: هېڅ شرعي جواز نه لري چې څوک خپل مسلمان ورور ووژني.

"هېڅ شرعي جواز نه لري چې څوک خپل مسلمان ورور ووژني او خپل هېواد خرابوي، د دې مبارکې ورځې په درناوي دې صلح خیر وګڼي، خبرو ته کېني، خپلې غوښتنې دې ووايي او وینه تویونه چې اخرت ته زیان رسوي، بس کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د "لانګ وار ژورنال"ویب سایټ لیکلي چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي او ویلي یې دي چې له نورو تروریستي ډلو او په تېره، له القاعدې سره به اړیکي ټینګې کړي.

د لانګ وار ژورنال ویب پاڼه لیکي؛ د طالبانو فرهنګي کمېسیون ویلي چې د سولې د خبرو لپاره اوسنۍ غوښتنې واقعي نه بلکې یو ډول سیاسي لوبه ده او کومه مبارزه چې طالبانو پیل کړې، د شریعت تر نافذېدو پورې به دوام وکړي.

لانګ وار ژورنال: طالبانو د سولې خبرې رد کړي.
لانګ وار ژورنال: طالبانو د سولې خبرې رد کړي.

پخوا تردې د طالبانو ځینو چارواکو او د سیمې ځینو څېړونکو هیله ښودلې وه چې طالبان له افغان حکومت سره، د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي چې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو له ځینو مشرانو سره اړیکي لري.

د سولې عالي شورا داهم وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرې رښتیني، د افغانستان د ټول ملت غوښتنه او بل هېڅ اړخ نه لري.

په ورته وخت کې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال هم ویلي، دا هیلې پیدا شوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته لارې هوارې شي.

دا چې طالبانو په ناڅاپي توګه له افغانستان حکومت سره د سولې له خبرو انکار کړی، د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د طالبانو د نویو څرګندونو لامل، د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو لمسون او هڅونه ده.

د سیاسي چارو کارپوه انجنیر مطیع الله خروټي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سره د روسيې او ایران اړیکو طالبانو ته جرأت ورکړی چې له افغانستان سره د سولې له خبرو انکار وکړي.

خروټي: روسيې او ایران اړیکو طالبانو ته جرأت ورکړی چې د سولې خبرې رد کړي.
خروټي: روسيې او ایران اړیکو طالبانو ته جرأت ورکړی چې د سولې خبرې رد کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د طالبانو په تحریک کې د سیاست د بدلولو علت، له طالبانو څخه د روسیې ملاتړ دی، پخوا د افغانستان په جګړه کې استخباراتي کړیو پټ فعالیت کاوه، خو د روسې د سفیر وروستۍ څرګندونې چې له طالبانو معنوي ملاتړکوي د دې ترشا نور ملاتړ هم شته، دغه نوې اړیکي چې طالبانو پیدا کړې، نو دې ته وهڅېدل چې له افغانستان سره د سولې له خبرو انکار وکړي."

د یادونې ده چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د پټو خبرو په اړه په تېره کې یو شمېر رسنیو خبرونه هم خپاره کړي، خو په دې اړه حکومتي چارواکو له وضاحت ډډه کړې.

سرچینه: د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ قطر کې لیدنه شوې

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG