د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

سلیم: طالبان دې له شرطونو تېر او د سولې له شورا سره دې خبرو ته کېنې


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په افغانستان کې دایمې سولې ته رسېدل د همدې شورا سره د خبرو اترو له لارې ممکنه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، سولې ته د رسېدو په برخه کې د شرطونو وړاندې کول هېڅ ګټه نه کوي او وايي، که وسله وال طالبان غواړي په رښتیني توګه سوله وکړي نو پرته له شرطونو دې د دغې شورا سره مستقیمې خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دایمې سولې ته رسېدل يوازې د سولې د عالي شورا سره د خبرو له لارې ممکن دي.

سلیم: طالبان پرته له سولې بله لار نه لري.
سلیم: طالبان پرته له سولې بله لار نه لري.

ښاغلي سلیم وویل چې طالبان پرته له سولې بله لار نه لري:

"دوی هر کله چې وغواړي په رښتیني توګه د سولې پروسې سره يوځای شي، يوازینۍ لار یې همدغه بنسټ دی چې د افغانستان د حکومت او نړېوالې ټولنې ملاتړ ورسره دی، هغوی د سولې پروسې سره له يوځای کېدو وروسته کولای شي خپلې غوښتنې مطرح کړي، دوی دې راشي خبرې دې وکړي که چېرې دا ونه وکړي او د سولې له پروسې سره يوځای نشي دوی موږ سره هېڅ ډول مرسته نشي کولای او دوی هم خپلو غوښتنو ته نشي رسېدای."

د سولې د عالي شورا غړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اوس ـ اوس د وسله طالبانو ډلې له امریکا څخه غوښتي چې د سولې د مستقیمو او مشروطو خبرو لپاره له دوی سره خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر په رسمیت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو ایستل، د امریکا سره د مستیقمو خبرو لپاره د دغه ډلې اساسي شرطونو دي.

په ورته وخت کې يو شمېر کارپوهان وايي چې په سیمه او په ځانګړې ډول افغانستان کې پر طالبانو د داعش فشارونو طالبان دې ته اړ کړل چې له ایران او روسیې سره اړیکې جوړې کړي او له امریکا سره د مشروطو مستیقمو خبرو غوښتنه وکړي.

مطیع الله خروټي
مطیع الله خروټي

د چارو شنونکي مطیع الله خروټي په دې اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"هغه هلې ځلې چې دوی په نړېواله کچه کړي چې لومړی له ایرانیانو سره په اړیکه کې شول او له هغې نه وروسته له روسانو سره تماس او اوس امریکایانو څخه د مستقیمو خبرو غوښتنه چې دوی سره خبرو ته کېني، هغه فشارونه دي چې د داعش لخوا په په ټوله کې دنیا باندې او په ځانګړې توګه افغانستان کې په طالبانو باندې راغلي دي نو دوی یې مجبوره کړي چې مستقیماً د امریکا سره د سولې خبرو ته ودانګي."

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د سولې پر خبرو ټینګار وکړ.

ښاغلی خروټی وايي، د اصولو له مخې په کار ده چې طالبان د سولې عالي شورا سره خبرو ته کېني، خو وايي روانو شرايطو ته په کتو دا به غوره وي چې طالبان نیغ به نېغه له امریکا سره خبرې وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG