د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

فرهمند: د غني او دوستم تر منځ اختلافات نه‌و خو انتقادونه پر ځای دي


د جمهوري ریاست لومړی معاونیت وايي، هغه انتقادونه چې د عبدالرشید دوستم له‌خوا پر ولسمشر غني وو لاهم پر ځای دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالرشید دوستم تر منځ د اختلافاتو په اړه د ګڼو راپورنو له خپرېدو او کابل ته د عبدالرشید دوستم له نه‌راتګ وروسته، اوس د ښاغلي دوستم د دفتر رئیس وايي چې د ولسمشر غني او ښاغلي دوستم تر منځ هېڅ اختلاف نه‌و موجود.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایت‌الله بابر فرهمند د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ښاغلي دوستم له ولسمشر سره اختلافات نه‌درلودل بلکې د ده په خبره پر ځينو موضوعاتو یې انتقادونه درلودل چې لاهم پر ځای دي.

فرهمند: د ولسمشر غني او دوستم ترمنځ هېڅ اختلاف نه وو موجود.
فرهمند: د ولسمشر غني او دوستم ترمنځ هېڅ اختلاف نه وو موجود.

نوموړي زیاته کړه:

"تاسې په هېڅ راپور کې دا نه‌شئ موندلی چې جنرال صیب او یا هم هغه ته نېږدې کسانو دا تائید کړي وي چې ګواکي اختلاف شته او دا چې د لیرې کېدو سبب‌یې هم همدا اختلافات وي، هغه ټول انتقادونه وو او لاهم پر ځای دي، هغه غوښتنې یې چې درلودې لاهم منل شوې نه‌دي، هغه انتقادونه چې وو د اصلاحاتو د راوستلو په اړه وو او اړتیا ده چې باید تعقیب او عملي شي."

دغه څرګندونې له هغه وروسته مطرح کېږي چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په شمال کې رسنیو ته ویلي، د هغه وروستي انتقادونه د نظام د اصلاح په هدف وو او ډېر ژر به کابل ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې جنرال دوستم، د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قوم پالنې تورن کړي وو او ویلي وو چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د وزارتونو په ځانګړي ډول د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په چارو کې لاسوهنې کوي چې په خبره‌یې دا کار په هېواد کې د ناامنیو د زیاتېدو لامل شوی.

دوستم تر دې وړاندې هم انتقادونه کړي و.
دوستم تر دې وړاندې هم انتقادونه کړي و.

هغه همداراز دغې موضوع ته په اشارې چې حکومت د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ وېشل شوی ویلي وو چې د حکومت په ډېرو پرېکړو کې ونډه نه‌لري.

نه‌یوازې دا چې د ولسمشر لومړي مرستیال دا ډول انتقادونه کړي، د حکومت اجرائیه رئیس او د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي هم پر ولسمشر انتقادونه کړي چې د څېړونکو په خبره دا ډول څرګندونې د حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو ښکارندويي کوي.

وروسته له هغه چې دا ډول موضوعات رسنیز شول ډېرې اندېښنې یې رامنځته کړې او د ملي شورا او مدني ټولنو غړو او عامو خلکو دننه په حکومت کې د دغو اختلافاتو د حل غوښتنه وکړه.

وموغوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو خو مسؤلینو وویل چې په دې اړه کومه تبصره نه‌لري.

خو د ولسي جرګې منشي عبدالرؤف انعامي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال له لوري مطرح شوې څرګندونې، انتقادونه نه بلکې د دوی تر منځ جدي اختلافات ښیي.

انعامي: دا انتقادونه نه بلکي جدي اختلافات دي.
انعامي: دا انتقادونه نه بلکي جدي اختلافات دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زما په نظر که چېرې انتقاد دا ډول وي نو اختلاف به‌یې جکړه وي، خلک‌یې په اندېښنه کړل او جنجالونه هم زیات شول، له دغو اختلافونو څخه قومي موضوعات پورته شول، دا هرڅه انتقاد نه‌شي کېدای ځګه که چېرې انتقاد وو نو کولای شول چې ولسمشر سره‌یې مطرح کړي او د حل لپاره‌یې لاره ومومي."

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، د حکومت مشران د ملي ګټو پسې نه‌ګرځي او له همدې امله کله‌یې چې اختلافونه حل کېږي نو هغه ته د انتقاد رنګ ورکوي.

د سیاسي چارو شنونکی سید رحیم ستار ازادي راډیو ته وویل که چېرې د حکومت مشران د نظام د اصلاح او د ملي وحدت حکومت د تقویت په هڅه کې دي نو باید صبر ولري او په دې ډول څرګندونو دې د خلکو تر منځ اندېښنې نه‌پاروي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG