د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

روفي: حکومتي مشران دې اختلافات حل او د خلکو اندېښنې لیري کړي


د مدني ټولنو ګډه کاري ډله وايي، د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ روانو اختلافونو افغانستان له بحران سره مخ کړی دی.

د دغې ډلې غړو د یکشنبې پر ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په کابل کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت مشران د اصلي دندو پر ځای تر ډېره په خپلو شخصي کارونو او اختلافاتو بوخت وو چې له امله یې افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه ډله ټینګار کوي چې د حکومت مشران باید د خپلو شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجع ورکړي او خپل منځي اختلافونه له سوله ییزې لارې ژر تر ژره حل او د افغانانو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

دوی وايي، افغان حکومت په تېرو دوو کلونو کې د چارو په مدریت کې پاتي راغلی او نه دی توانېدلی چې د افغانانو باور ترلاسه کړي.

د یادې کمېټې یوه غړي خلیل روفي وویل:

"د حکومت مشران باید خپل منځي اختلافونه له سوله ییزې او قانوني لارو حل او پرې نږدي چې دغه اختلافونه د ټولنې پر نورو برخو اغېز وکړي، د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه ملت ته ځواب ووايي، څو د ملت او حکومت ترمنځ کومه فاصله چې رامنځته شوې له منځه ولاړه شي."

دغه ډله له وخته مخکې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول له روان وضعیت څخه د وتلو یوازېنې لار بولي.

مدني ټولنې داسې مهال د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ له روانو اختلافونو اندېښمن دي چې له دې مخکې د افغانستان ولسي جرګې هم ویلي وو چې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه او یو پر یو بل انتقادونه به د افغانانو او امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړي.

د حکومت د مشرانو ترمنځ داختلافونو خبرې او په وړاندې یې غبرګونونه وروسته له هغې یو ځل بیا زور واخیست چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په خپلو څرګندونو کې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قوم پالنې تورن کړل او ادعا یې وکړه چې ولسشمر غني پر ده باور نه ‌لري.

دوستم ولسمشر او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړي و.
دوستم ولسمشر او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړي و.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بیا وايي، د حکومت د مشرانو ترمنځ هیڅ ډول اختلافات نشته او یوازي د لیدلورو تفاوت دی چې ژر به حل شي.

مرتضوي: د حکومتي مشرانو ترمنځ هیڅ اختلافات نشته.
مرتضوي: د حکومتي مشرانو ترمنځ هیڅ اختلافات نشته.

هغه زیاته کړه:

"څرنګه چې خلک تمه لري، افغان حکومت هم دا تمه لري څو خلک د قانون له مخې خپل نظرونه وړاندې کړي ځګه دا د افغانستان په خیر ده، د حکومت د مشرانو ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته یوازې د ځينو مواردو په اړه په لیدلورو کې تفاوت شته چې د اندېښنې وړ نه دی، د حکومت ټول کارونه په عادي ډول پر مځ ځي."

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو او عامو خلکو هم د همدې مسئلې په غبرګون کې ازادي راډيو ته ویلي چې پکار ده د حکومت مشران خپل اختلافونه د تفاهم له لارې حل او د لویو هېوادنیو ستونزو د هواري برخې ته پام واړوي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG