د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

فعالان: روان وضعیت د ملت په خېر نه دی او خلک یې غُصه کړي


د افغان ځوانانو د مدني ټولنې انجمن د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي چې قومي اختلافات یو خواته کړي او خلکو ته بنسټیز کارونه وکړي.

وروسته له هغې چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات رسنیز شول د افغان ځوانانو د مدني ټولنې انجمن وايي، روان وضعیت د ملت په خیر نه دی او خلک یې په غُصه کړي دي.

د دغه انجمن رئیس فردین فدايي، د جمعې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، د رهبرانو له‎خوا قومي تعصباتو ته لمن وهل او د ځینو چارواکو له‎خوا له قانونه سرغړونه د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړی.

ښاغلی فدايي وايي:

"د افغانستان په کچه له قانونه سر غړونه روانه ده، د ملي وحدت حکومت د مشرانو له ادرسه قومي او مذهبي تعصباتو ته لمن وهل کېږي،دا موضوعات موږ کړوي، له ملي وحدت حکومته د انجمن غوښتنې دادي څومره چې ژر کېږي حکومتي مشران دې په هره برخه کې چې وي د افغانانو ته بنسټیز کارونه وکړي."

ښاغلي فدايي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي، د ځوانانو ورځ تر بلې زیاتېدونکې ستونزې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي او د ملکي کسانو وژل کېدل هغه څه دي چې د حکومت مشرانو باید ورته پام وکړي.

دغه انجمن د یوه پریکړه‎لیک په صادرولو سره د افغان حکومت له عدليي او قضايي بنسټونو یو شمېر غوښتنې هم مطرح کړې.

د قانون پلي کول او له سر غړونکو سره یې جدي چلند، د عدلي او قضايي بنسټونو له لوري د هغو کسانو مجازات چې ملي وحدت ته زیان رسوي او ښې حکومت لپاره هڅه هغه غوښتنې دي چې د انجمن له‎خوا په پریکړه‎لیک کې ذکر شوی وې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په ولسمشر او اجرائیه رئیس باندې نیوکې کړې دي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ولسمشر او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړی، جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا ډول تورونه عدليي او قضايي پلټنو ته اړتیا لري.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ ویلي و چې داسې مسائل شته چې په اړه یې له ولسمشر سره خبرې روانې دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند سید امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې د نظرونو توپير به د حکومت په لویو کارونو تأثیر ونه‎کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند سید امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند سید امید میثم

میثم وايي:

"د نظرونو توپير په دې معنی نه دی چې د حکومت په کارونو او حکومتوالي کې دې سستوالي رامنځ ته شي، د حکومت په کچه کارونه په نارمل ډول مخ ته ځي، دغه بحثونه چې د حکومت د رهبرانو ترمنځ روان دي د هېواد په لویو کارونو منفي تأثیر نه پرې باسي."

ښاغلي میثم همدارنګه ټینګار کوي، د ملي وحدت حکومت مشران هغو وعدو ته ژمن دي چې له خلکو سره یې کړي او هڅه کوي چې د خلکو قانوني غوښتنې پرځای شي.

بل‎خوا د افغان ځوانانو د مدني ټولنې انجمن وايي، په ډېری برخو کې د قانون مواد د کاغذ پر مخ پاتې کېږي، که ورته پام ونه شي، نو ستونزې به له دې هم ډېرې شي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG