د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

دانش د ځینو مشرانو وروستۍ څرګندونې نه جبرانېدونکې ضربه وبلله


د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، نن ورځ افغانستان له خطرناکو او پیچلو ګواښونو سره مخ دی او که پر وړاندې عاقلانه عمل ونه‎شي، ممکن افغانان بیا هرڅه له لاسه ورکړي.

سروردانش چې د جمعې په ورځ د ولسي جرګې د پخواني غړي قربان علي عرفاني د مړینې د لومړي تلین په مراسمو کې یې خبرې کولې د ځینو سیاسي رهبرانو په هغه څرګندونو انتقاد وکړ چې د ملي یووالي حکومت مشران ېې په قوم پالنې تورن کړي وو.

ښاغلي دانش د ځینو مشرانو وروستۍ څرګندونې د دولت سازی د بهیر لپاره یو ناجبرانېدونکې ګذار وباله او وايي، دا ډول خبرې د ولسواکۍ، د قانون د حاکمیت او د عدالت د پلي کېدو پر وړاندې خنډ جوړوي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش

ښاغلی دانش وايي:

"زه د ځیني حکومتي رهبرانو او سیاسي مشرانو جنجال پارونکو او ناامیده کوونکو څرګندونو باندې تأسف کوم، دا ډول اختلافونه او نظرونه د اساسي قانون خلاف دي چې د نظام د کمزوتیا او د پرمختګ خنډ ګرځي او د هېواد د لوی مدیرت پر وړاندې مانع جوړوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په قوم پالنې تورن کړی چې بیا وروسته جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دا ډول څرګندونې د ښاغلي دوستم له موقف سره نه ښايي او تورونه یې عدليي او قضايي پلټنو ته اړتیا لري.

بل‎خوا په دې وروستیو کې د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود په ولسمشر او اجرائیه رئیس باندې نیوکې کړې دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د جمعې په ورځ یې د قرباني علي عرفاني د مړينې لومړي تلین کې په دې مسائلو د ټینګار ترڅنګ وویل، په هېواد کې د روانو ستونزو حل یوازې په ملي یووالي کې نغښتی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله وویل:

"کله چې د هېواد د رهبرانو په سلوک، کړنو او څرګندونو کې د تبعیض، نفاق، تفرقه او انحصار طلبي بوی خلک حس کړي او هغه باور چې د خلکو او رهبري ترمنځ د بریالیتوب راز په کې دی هغه ټکنی کېږي."

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقیق هم په جوړه شوې غونډه کې تاکید وکړ چې رهبران باید د افغانستان ملي مسائلو سم څرګندونې وکړي.

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"هغه څرګندونې چې ټولنه مغشوشوي موږ یې مخالف یو، که هغه لوی او واړه هم وي ټول باید خپلې څرګندونې د افغانستان د ملي مسائلو مطابق بیان کړي."

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقیق
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقیق

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، د ولسمشر په ګډون ټول باید د ستونزو د حل پر وړاندې مسؤل اووسو.

ښاغلي دانش ټینګار کوي چې رهبران باید ستونزې یوې خواته کړي، د کډوال د ستونزو د حل په ګډون، د کار موندنې او نورو مسائلو ته جدي پام وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د افغانستان مسائل ډېر پیچلي دي نو پکار ده چې سیاسي مشران او حکومتي رهبران باید خپلې څرګندونې په ډېر احتیاط او د مسؤلیت له مخې وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG