د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

نیوریاک ټایمز د جنرال دوستم د څرګندونو په اړه تبصره کړې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبد الله عبدالله د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د انتقادونو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

دوستم خبرداری ورکړی چې که ده ته درناوی ونه‌شي او د ده د پلویانو حقونه د هغه په وینا همداسې تر پښو لاندې شي نو په افغانستان کې به یوه بله ګډوډي رامنځته شي.

ورځپاڼه لیکي، عبدالرشید دوستم پر ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تور پورې کړی چې یوازې د خپلو قومونو ګټې په پام کې نیسې او ده سره د حکومت د یوې برخې په توګه نه بلکې د یوه دښمن په توګه عمل کوي.

د مقالې لیکوال وايي، د افغانستان جمهوري ریاست د عبدالرشید دوستم د وروستیو انتقادونو او تورونو په ځواب کې اعلامیه خپره کړه او د نوموړي په څرګندونو يې خواشیني وښوده.

د افغانستان جمهوري ریاست په دې اعلامیه کې ګواښ کړی چې په فاریاب ولایت کې د د دوستم د ملېشو له‌خوا په تر سره شوو عملیاتو کې ښايې د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات وشي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، د دوستم دې څرګندونو په افغانستان کې چې وار له‌مخه له سیاسي شخړو سره مخ دی د قومي ستونزو د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنه:

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په خپله خپرونه کې په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو یو مطلب خپور کړی دی.

بې سرحده خبریالان وايي، که څه د طالبانو لخوا جګړه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او زرو زیاتي اصلي سرچینه ده خو سیمه اییز مقامات ،پوځ، او پولیس هم له خبریالانو سره د بد چلند په مواردو کې لاس لري.

د بې سرحده خبریالانو ټولنه وايي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مخ په زیاتیدونکی تاوتریخوالی د چارواکو او خبریالانو ترمنځ د شخړو سبب شوی او ګڼ شمېر والیان او سیمه اییز چارواکي ژورنالستیکو ازادیو ته درناوی نه کوي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په دې لړ کې د کندهار، بلخ ، هرات او غزني ولایتونه یاد کړي چېرته چې ددې ټولنې په وینا چارواکي د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتي کې لاس لري.

بې سرحده خبریالان په قلات ښار کې د روانې اکتوبر میاشت په ۱۷ نېټه د ملي راډیو تلویزیون د خبریال محمد یعقوب شرافت پر وژونه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

خپرونه زیاتوي، په ځینو مواردو کې عدلي چارواکي او پولیس چې د والیانو تر اغیز لاندې دي له خبریالانو سره سخت چلند کوي او د تحقیقاتو پر مهال يې زوروي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې په خپله خپرونه کې یو ځل بیا پر افغان حکومت او نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې په افغانستان کې د خبریالانو حقوقو ته پاملرنه وکړي او له طالبانو سره د جوړجاړي په هر ډول معامله کې د جینیوا د کانونسیونونو په ګډون نړیوالو اساسي تړونونو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG