د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۸

مسعود: ارګانونو کې اشخاص د وړتیاوو په اساس نه‎دي ګمارل شوي


د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وروستیو ناامنیو په زیاتېدو سره د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي هم دا مني چې نور د افغانستان روان وضعیت خلکو ته د منلو وړ نه دی.

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی وایي چې په ارګانونو کې اشخاص د وړتیاوو په اساس نه‎دي ګمارل شوي.

د ولسمشر فوق العاده استازي احمد ضیا مسعود دا خبرې د سې شنبې په ورځ د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود، د پنځلسم تلین په مناسبت یوې غونډې ته وکړې.

ښاغلی مسعود همدارنګه وویل چې په دولتي ارګانونو کې اشخاص د وړتیاوو په اساس نه‎دي ګمارل شوي.

مسعود: په دولتي ارګانونو کې اشخاص د وړتیاوو په اساس نه‎دي ګمارل شوي.
مسعود: په دولتي ارګانونو کې اشخاص د وړتیاوو په اساس نه‎دي ګمارل شوي.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"د سیاسي او قومې لېوالتیا په اساس په ادارو کې داسې اشخاص ځای پرځای شوي دي چې د افغانستان خلک هره ورځ یې زیان ویني او د اوسنیو شرایطو دوام واقعاً د افغانستان خلکو ته د زغم وړ نه دی او د افغانستان خلک نور نه‎شي کولای چې هره ورځ د دې شاهدان وي چې خپل بچیان د جفا کارو تروریستانو په وړاندې ان په پلازمینه کابل کې له لاسه ورکړي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان دفاع وزارت ته څېرمه په دوو انتحاري حملو کې د دغه وزارت د پنځو منسوبینو په ګډون ٣٥ تنه وژل شول او تر سلو ډېر ټپيان شول.

په دولتي ارګانونو کې د اړیکو په اساس د ګمارنو خبره تر دې وړاندې هم شوې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې په‎دې وروستیو کې ویلي چې په امنیتي ارګانونو کې ګمارنې د وړتیاوو پراساس نه بلکې د اړیکو پر اساس کېږي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د احمدشاه مسعود، د پنځلسم تلین په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال د ښاغلي مسعود له کارنامو یادونه وکړه او وې ویل چې د ښاغلي مسعود له سیاسته باید په اوسنیو شراطو کې ګټه واخېستل شي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د ښاغلي مسعود له شجاعت، سیاست نه تاسې اوریدلي، له قومندانۍ نه تاسې ټول خبر یاست، په‎دې برخه کې یوازې یوه بېلګه کافي ده چې ناټو او د هغه ټول امکانات یې په یو طرف کې د دښمن په مقابل کې او د امر صیب له لږ تر لږه امکاناتو سره بل طرف همدغه دښمن په وړاندې دا بېلګه کافي ده."

په‎دې غونډه کې د ولسي جرګې یو شمېرغړو هم ګډون کړی او له حکومته وغوښتل چې د افغانستان روانو کړکیچنو شرایطو په وړاندې جدي اقدامات وکړي.

خو د افغانستان حکومت وایي چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره ژمن دی او په دې برخه کې یو شمېر اقدامات هم شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG