د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

جاهد: د اړیکو له مخې ګمارنې د کورنیو چارو وزارت عمده ستونزې دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، د دې وزارت په بېلابېلو برخو کې مسوولین ترډيره د وړتیاوونه بلکې د اړیکو له مخې په دندو ګمارل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر فساد او په دې وزارت کې د اړیکو په له مخې ګمارنې له جدي ستونزو څخه ګڼي.

تاج محمد جاهد د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې استجوابیه غونډې ته د وینا پر مهال د اړیکو له مخې ګمارنې د دغه وزارت له لویو ستونزو څخه وشمېرلې.

ښاغلي جاهد زیاته کړه:

"زه دا منم چې زموږ پولیس د وړتیاوو تجربو، مسلک او کاري سابقې په اساس قطعاً نه دي ګمارل شوي، ټول یې د اړیکو په اساس ګمارل شوي دي، د کورنیو چارو وزارت عمده ستونزه همدا ده، د پولیسو ناکامي په همدې ټکې کې ده، کله چې د یوې حوزې امر، امنیه قومندان او نور زموږ د مشرانو په مرسته ګمارل کیږي، هغه طبیعي ده چې خپل اولي امر ته هغومره ځواب ورکوونکی نه دی."

ښاغلي جاهد دا خبرې د سناتورانو د هغو تندو څرګندونو وروسته وکړې چې ولې امنيتي او کشفي ارګانونه د کابل ښار د سې شنبې ورځې د خونړۍ حملې په مخنیوي کې پاتې راغلل.

د دې جرګي غړي محمد علم ایزیدیار وویل، داسې اسناد او شواهد شته چې د کابل د تیرې سې شنبې ورځې په خونړۍ حمله کې د نظام له دننه څخه مرسته شوې ده.

ښاغلي ایزیدیار زیاته کړه:

"یو شمېراسناد او شواهد شته چې د کابل په وروستۍ حمله کې همکاري د نظام او د رجال برجسته له داخله شوې ده، د دې پېښې اکثریت قربانیان د کلشینکوف په ډزو په ډير فجیع او مظلومانه ډول وژل شوي دي."

محمد علم ایزیدیار وویل، داسې اسناد او شواهد شته چې د کابل د تیرې سې شنبې ورځې په خونړۍ حمله کې د نظام له دننه څخه مرسته شوې ده.
محمد علم ایزیدیار وویل، داسې اسناد او شواهد شته چې د کابل د تیرې سې شنبې ورځې په خونړۍ حمله کې د نظام له دننه څخه مرسته شوې ده.

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې دې استجوابیه غونډې ته د کابل د وروستۍ پېښې په اړه د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي او د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي هم غوښتل شوي وو.

خو کله چې د خبرو وار د ملي امنیت سرپرست ښاغلي انداربي ته ورکړل شو د نوموړي د غوښتنې له مخې جلسه سرې اعلان شوه.

د کابل د سې شنبې ورځې موټر بم چاودنې او ډله ییزې حملې چې ۶۴ تنه ووژل او ۳۴۷ نور یې ټپیان کړل بېلابېل انتقادونه له ځان سره لرل.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي چې حکومت له ترورېزم سره د مبارزې لپاره ژمن دی او په دې برخه کې اقدامات هم شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر وویل، د کابل د وروستۍ حملې په تړاو د کابل د لومړی حوزې د امر دنده هم ځنډيدلې ده.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG