د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

ارګ: د امنیتي سکټور ترمنځ همغږي باید زیاته شي


جمهوري ریاست وایي، اوسنیو حالاتو ته په کتو د امنیتي سکټور تر منځ همغږۍ ته زیاته اړتیا شته.

ولسمشر اشرف غني یو شمېر قول اردوګانو او د زونونو د پولیسو مسؤلینو ته لارښونه کړې څو خپل امنیتي پلانونه د امنیتي سکټور له وزیرانو سره شریک کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر په دغه برخه کې شته ستونزو ته په کتو تل د زونونو له امنیتي چارواکو سره اړیکه نیسي.

مینه پال: داسې حالاتو کې باید د امنیتي سکټور ترمنځ همغږي زیاته شي.
مینه پال: داسې حالاتو کې باید د امنیتي سکټور ترمنځ همغږي زیاته شي.

نوموړي زیاته کړه:

"اړتیا ده چې په داسي حالاتو کې تر ټولو ډېر د امنیتي سکټور تر منځ همغږي موجوده وي، تر څو د هر بالقوه خطر پر وړاندې پر وخت اقدام وشي."

د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر تېره پنجشنبې د څلورو قول اردوګانو او د پولیسو د شپږو زونونو له مسؤلینو سره د ویډیو کنفرانس له لاري خبرې کړي دي.

خبرپانه زیاتوي چې ولسمشر د امنیتي سکټور وزیرانو ته هم لارښوونه کړې چې په پوځي برخه کې د ولایتونو په کچه موجوده اړتیاوې و څېړي او رسېدنه ورته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په وروستیو کې پر ولسمشر او اجرائیه رئیس انتقاد وکړ چې د امنیتي سکټور وزارتونو په چارو کې لاسونه کوي چې په خبره یې ناسمو سیاستونو یې نا امنۍ زیاتي کړي دي.

دفاع وزارت وایي، دوی له قول اردوګانو سره لازمه همغږي لري، خو ټینګار کوي چې له نورو سکټوري وزارتونو سره هم د دې ستونزې د حل هڅې کوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیقي صدیقي وایي، د سکټوري وزارتونو تر منځ د همغږي رامنځ ته کول د حکومت په لومړیتوب کې دي.

صدیقي: د همغږي رامنځته کول د حکومت لومړیتوب دی.
صدیقي: د همغږي رامنځته کول د حکومت لومړیتوب دی.

نوموړي زیاته کړه:

"کله نا کله موږ د همغږۍ په برخه کې ستونزې لرو خو د همغږۍ پیاوړتیا د حکومت او د امنیتي بنسټونو د رهبرۍ لومړیتوب دی."

اخوا د چارو کارپوهان د مرکز او ولایتونو تر منځ نه همغږي په امنیتي سکټور کې یوه ستره تشه بولي.

پوځي کارپوه باري عارض یې د لامل په اړه وایې:

"د ځينو واک دارانو او متنفذو کسانو له خوا لوړ پوړي چارواکي ګمارل کېږي چې هغوی بیا مرکزي قوماندې ته دومره اطاعت نه لري لکه څومره چې یې و هغو ته لري چې دوی یې مقرر کړي دي."

نوموړی وايي، د دې ستونزې د حل لپاره د مرکزي واک پیاوړتیا او د یوه هدف لپاره د بېلابېلو کړیو ګډ کار ته اړتیا لیدل کېږي چې حکومت باید ورته جدي پام وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG