د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

سرخط: د حکومت مشران دې له تبعیضه ځانونه وساتي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د قوم پالنې د زیانونو په اړه مطالب او تبصرې خپرې کړي او د دې دوام یې د افغانستان لپاره خطرناک بللی دی.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په یوه مطلب کې د ولسمشر غني د دویم مرستیال له قوله لیکلي چې قوم پالنه له جنګ نه ډېره خطرناکه ده.

په مطلب کې د سرور دانش په حواله راغلي چې د قوم پالنې موضوع ډېره جدي ده او خلک په دې اړه له وروستیو څرګندونونه سخت اندېښمن دي.

په مطلب کې د ښاغلي دانش دا خبره هم را اخیستل شوې چې ویلي یې دي د کارونو قومي کول د دولت جوړونې پر بهیر ناوړه اغېز کوي او د ډموکراسۍ، د قانون د حاکمیت او د خلکو د حقوقو د تامین په برخه کې سترخنډ دی.

په مطلب کي راغلي چې د ولسمشر غني دویم مرستیال ویلي، ټول خلک یوه قوم پورې تړلي دي، د هغه قوم د منافعو لپاره باید کار وکړي خو دا باید هیڅکله له نورو قومونو سره د تقابل او ټکر په معنی نه وي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د حکومت مشران دې له تبعیضه ځانونه وساتي.

په مطلب کې ویل شوي،ښایي د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم څرګندونو د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله حوصله هم تنګه کړې وي.

د مطلب لیکوال ویلي چې ښاغلي عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د هېواد رهبران باید له تبعیض، نفاق، تفرقې او انحصاري غوښتنو ځانونه لري وساتي او په هېواد کې د ملی یووالي او عدالت د ټينګښت لپاره کار وکړي.

په مطلب کې د عبدالله عبدالله له قوله راغلي چې هرڅوک باید د خپل مقام مطابق مسؤلیت درک کړي او د یووالي او عدالت د ټینګښت پیغام ولري.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د ملي وحدت د ټیښګښت په اړه لیکلې او ویلي یې دي چې په هېواد کې د موجوده ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره هم ملي یووالی دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په دې وروستیو کې د قوم پالنې په اړه چې کومې خبرې کېږي خواشینوونکې دي او دا د لیکوال په خبره د خلکو پر روحیه نا وړه اغېز کوي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کړې چې د حکومت مشران باید له حوصلې کار واخلي او پرې نږدي چې نفاق ته په لمن وهلو په هېواد کې سیاسي، امنیتي او ټولنیزې ستونزې زیاتې شي.

ملي ارمان:

ملي رمان ورځپانې هم په یوه مطلب کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور له قوله یې ویلي چې د تورونو د لګولو او قومي تعصباتوته د لمن وهلو پرځای دي د امنیت ټینګښت ته پام وشي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په یوه مطلب کې د مدني فعالانو له قوله لیکلي چې د ملي وحدت د حکومت مشران قومي او مذهبي تعصباتوته لمن وهي.

په مطلب کې راغلي چې دا تعصبات د هېواد په زیان دی او د خلکو او سیاسي مشرانو لپاره هیڅ خیر او ګټه پکې نشته.

راټلوونکی: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG