د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

امریکایان خپل نوي ولسمشر ټاکلو لپاره نن سې شنبه رأیې ورکوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

امریکایان به نن سې شنبه د نوي جمهور رئیس ټاکلو لپاره د رأیو مرکزونو ته ولاړ شي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ او د ډموکراتانو کاندیده هېلري کلېنټن د انتخاباتو د ګټلو په تمه دي او د دوشنبې د ورځې تر پایه‌یې انتخاباتي مبارزه وچلوله.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

د رأیو مرکزونه به د واشنګټن پر وخت د سهار په شپږو چې کابل کې د ماسپښين له درې نیمو بجو سره برابرېږي، پرانیستل شي.

د امریکا یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د رأیو د مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګمارل شوي دي.

د امریکا په‎د ې انتخاباتو کې د ډموکراټانو کاندیده هېلري کلېنټن او د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ مخکې دي او د جمهوري ریاست ګټلو لپاره‌یې شدیده مبارزه وکړه.

کلېنټن او ټرمپ پرون هم په خپلو کې شدید انتقادونه وکړل.

ډونالډ ټرمپ فلوریدا کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال، هېلري کلېنټن په درغلۍ او اداري فساد کې په لاس درلودلو تورنه کړه.

ډونالډ ټرمپ: ریښتینی بدلون په حکومتي چارو کې د ریښتینولۍ راوستل دي.
ډونالډ ټرمپ: ریښتینی بدلون په حکومتي چارو کې د ریښتینولۍ راوستل دي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه:

"ریښتینی بدلون په حکومتي چارو کې د ریښتینولۍ راوستل دي. هېلري کلېنټن د جمهوري ریاست لپاره تر اوسه، تر ټولو زیاته په فساد کې ککړه کاندیده ده."

هېلري کلېنټن پنسلوانیا کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې په نړۍ کې د دېوالونو اوچتولو ملاتړ نه‎کوي او له ټولو امریکايانو يې وغوښتل چې د رأیو مرکزونو ته ولاړ شي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.

هېلري کلېنټن وویل:

"که ستاسو ماشومان او لمسیان پوښتنه درڅخه وکړي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې تاسو څه وکړل؟ نو تاسو ورته ویلای شئ چې رأیه مو ورکړه، دا چې تاسو د دېوالونو اوچتولو لپاره نه بلکه د پياوړې، عادلې او سمسورې امریکا د جوړولو لپاره رأیه ورکړه."

هېلري کلېنټن وايي، په نړۍ کې د دېوالونو اوچتولو ملاتړ نه‎کوي.
هېلري کلېنټن وايي، په نړۍ کې د دېوالونو اوچتولو ملاتړ نه‎کوي.

هېلري کلېنټن ۶۹ کلنه ده او په حقوقو کې یې دوکتورا اخیستې ده.

د هغې خاوند بېل کلېنټن د امریکا ۴۲ ولسمشر و.

هېلري کلېنټن د امریکا په تاریخ کې اوله ښځه ده چې د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې دومره پرمختګ وکړ چې په دوو وروستیو عمده کاندیدانو کې وګڼل شوه.

که ټاکنې وګټي، په امریکا کې به لومړۍ ښځه ولسمشره وي.

د هغې په وړاندې ولاړ، ډونالډ ټرمپ ۷۰ کلن دی او د نړۍ له ډېرو بډایو خلکو ګڼل کېږي.

هغه د پنسلوانیا پوهنتون کې د اقتصادي چارو زده‎کړې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ دولتي ادارو کې کار نه‎دی کړی او په خپله انتخاباتي مبارزه کې یې پر دې شعار چې "سیاستوال دروغ وايي" زیاته اتکا کوله.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې به د کابل په وخت سبا د سهار په نهه نیمو بجو چې د واشنګټن په وخت د شپې دولس بجې کېږي، اعلان شي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

XS
SM
MD
LG