د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

کوم متزلزل ایالتونه به د امریکا راتلونکی ولسمشر وټاکي؟


د نومبر پر اتمه نېټه ۱۲۰ میلیونه امریکایان د رایو مرکزونو ته ځي څو خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

د امریکا ولسمشریز انتخابات څه ډول کار کوي او کوم متزلزل ایالتونه به د امریکا راتلونکی ولسمشر وټاکي؟

په متحده ایالاتو کې هغسي چې ظاهراً ښکاري د جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ ګوند د کاندیدانو ترمنځ د یوه کس انتخابېدل ښایي ساده وي، خو داسې نه ده.

د خلکو پر مستقیمو رایو سربېره په دغه هېواد کې ۵۳۸ انتخاباتي هیئتونه یا کالجونه شته چې د امریکا راتلونکی ولسمشر انتخابوي.

دغه راز د امریکا ایالتونه هم په لوی سر کې په دوو ډلو ویشل کېږي.

ثابت ایالتونه چې تر ډېره معلوم وي د کوم ګوند کاندید ته رایه ورکوي او متزلزل ایالتونه چې کله د یوه ګوند او کله د بل ګوند کاندید ته رایه ورکوي.

په حقیقت کې د دغو ایالتونو رایې دي چې د امریکا ولسمشر ټاکي.

د ډیلې تلګراف ورځپاڼې په وینا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د امریکا تر ټولو مهم متزلزل ایالتونه فلوریدا، اوهایو او پنسلوانیا دي او ځیني نور لکه ویسکانسن، نیوهمپشایر، میني سوتا، ایوا، میشګان، نوادا، کلورادو او شمالي کارولینا هم پکې شامل دي.

د ولسمشرۍ په وروستیو دورو کې کاندیدان هغه مهال سپیني ماڼۍ ته ورسېدل چې په فلوریدا او اوهایو کې یې رایې وګټلې.

دا دواړه د امریکا دریم او اووم تر ټولو لوی ایالتونه دي.

په تېرو پنځو لسیزو کې فلوریدا او اوهایو د امریکا د ولسمشر د ټاکلو سابقه لري، نو ځکه د تعجب وړ نه ده چې د ډیموکراټ ګوند کاندیدي هیلري کلېنټن او جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ دغو دوو ایالتونو ته ډېر وخت او منابع ځانګړي کړي دي.

د نفوس د بدلون او هم د ډونالډ ټرمپ د نه محبوبیت له کبله ځینو هغو ثابتو ایالتونو ته چې جمهوري غوښتونکي وه، د ډیموکراټانو لاس اوږد شوی دی.

داسې اټکل هم شته چې کېدای شي د انتخاباتو پر نتایجو بحثونه وشي.

هغسي چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې وشوه چې د انتخاباتو په پای کې معلومه نشوه چې څوک ګټونکی دی.

په ۲۰۰۰ میلادي کال کې جمهوري غوښتونکي جورج ډبلیو بوش ۴۷،۸۷ فیصده او د هغه ډیموکرات سیال ال ګور ۴۸،۳۸ فیصده رایې ګټلي وې چې بیا وروسته انتخاباتي هیئت د امریکا ولسمشر انتخاب کړ.

دغه راز که چېري دواړه کاندیدان د انتخاباتي هیئت یا کالج ۲۶۹ رایې ترلاسه کړي او ۲۷۰ رایې پوره نه کړي، په هغه صورت کې د امریکا د استازو مجلس ولسمشر انتخابوي.

«انتخاباتي کالج» څه ته وايي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

XS
SM
MD
LG