خبرونه
د امریکا د انتخاباتو دواړه کاندیدانو کمپاینونه چټک کړي
د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو دواړه کاندیدانو کمپاینونه چټک کړي دي.
ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن د نوامبر تر اتمې پورې یوازې دوه ورځې وخت لري څو په هغو ایالتونو کې چې بریا یې برخلیک ټاکونکې ده زیات خلک ځان ته جلب کړي.
د چټکو کمپاینونو په لړ کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ شمالي کارولېنا کې خپلو مینهوالو ته وینا وکړه.
هغه په دې اړه چې کلېنټن پلويو ایالتونو مینیسوټا او میشیګان ته ور روان دی خوښي وښوده.
شمالي کارولینا هم هغه ایالت دی چې بریا یې ټرمپ جمهوري ریاست ته رسولی شي خو باید په درېیو نورو ایالتونو فلوریډا، نوادا او نیو همپشایر کې هم بریالی شي.
هېلري کلېنټن هم د شنبې په ورځ په فلوریډا کې په کمپاین بوخته وه.
د هغې له وینا مخکې اورښت وشو خو راټولو شویو کسانو تهیې وویل چې باید رأیه ورکړي.
هغې یوه ورځ مخکې پنسلوانیا کې د پاپ سندرغاړې کېټې پېري او د هېپ هاپ هنرمندانو بیانسي او د هغې د مېړه ملاتړ هم جلب کړ.
د یوې امریکايي ادارې د شوې سروې له مخې تر دې دمه هېلري کلېنټن څه باندې ۴۶ فیصده او ډونالډ ټرمپ څه باندې ۴۴ فیصده رأیې لري چې دا به د نومبر اتمې د انتخاباتو په ورځ پرېکړه لا سخته کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوه افغانالاصله مېرمن د لندن د سیمه ییزې شورا په انتخاباتو کې بریالۍ شوه
افغان الاصله مېرمن او د بریتانیا د کارګر ګوند غړې رابعه نسیمي، د لوېدیځ لندن د سیمهییزې شورا په ټاکنو کې د څه باندې ۱۲۰۰ رایو ترلاسه کولو وروسته د درېیو بریالیو نوماندانو له ډلې اعلان شوه.
نسیمي د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې، چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته کډواله شوه.
د رسمي پایلو له مخې، د لوېدیځ لندن په اکټن سیمه کې کارګر ګوند وتوانېد چې د سیمهییزې شورا درې څوکۍ خپلې کړي.
په دغو ټاکنو کې رابعه نسیمي د ۱۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره د خپل ګوند د نوماندانو په منځ کې دوهم مقام خپل کړ او د شورا د منتخبې غړې په توګه معرفي شوه.
افغان باډيبلډر د نیویارک دپرو سیالیو اتلولي وګټله
افغان باډيبلډر علي بلال په امریکا کې د «نیویارک پرو» بدني روزنې په سیالیو کې اتلولي خپله کړه.
بلال د جمعې په شپه په پایلوبه کې د برازیل لوبغاړي اېډوان پالمېرا ته ماتې ورکړه، او لومړی مقام یې خپل کړ. د سېد سیالیو درېیم مقام د اندونیزیا د عیسی کاسیک په برخه شو.
علي بلال پر سټېج پیاوړی ننداره وړاندې کړه او د خپل بدن جوړښت، د عضلو د واضح حالت او غوره وړاندې کولو له امله وستایل شو.
علي بلال د باډيبلډنګ په برخه کې د افغانستان تر ټولو بریالیو نړیوالو ورزشکارانو څخه ګڼل کېږي. هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال «ارنولډ کلاسیک» سیالۍ هم ګټلې وې او د «مستر اولمپیا» په سیالیو کې یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې پرلهپسې دوهم مقامونه ترلاسه کړي وو.
د قطر صدراعظم او باندنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د ایران په اړه خبرې وکړې
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام تایید کړه چې د دغه هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي. ډي. ونس سره لیدلي دي.
تر دې مخکې رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو، د خبرو سرچینو په قول، راپور ورکړی و چې د دوی خبرې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو پر محور راڅرخېده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جي. ډي. ونس او قطري چارواکي «د سیمې وروستي پرمختګونه او د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وارزولې، څو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا سبب شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ایران وايي لا هم د امریکا د وړاندیز شوې هوکړې طرحه ارزوي او تر اوسه یې رسمي ځواب نه دی ورکړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مخکې ویلي و چې تمه ده تهران خپل ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپاري.
( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره
د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.
د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.
امریکایي ځواکونو د ایران دوې بیړۍ ویشتلي
د امریکا پوځ وایي، د ایران د تیلو پر دوو بیړیو یې د جمعې په ورځ ډزې وکړې او د هغوی مخه یې ونیوله چې د امریکا له سمندري محاصرې تیرې شي.
د امریکا د مرکزي قوماندې( سنتکام) په وینا دوه کښتۍ یې چې د ایران بیرغ پرې رپیده، خو بار پکې نه و، وویشتلې او ایران ته یې د هغوی د داخلیدو مخه ونیوله.
امریکا د ایران د سمندري محاصرې له پیله د جمعې تر ورځې د څه باندې اویا ایراني کښتیو د مخنیوي خبر ورکوي.
امریکایي ځواکونه د اپریل له دیارلسمې راپه دې خوا د هند په سمندر کې هغه بیړۍ دروي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.
پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي
په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.
سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.
د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.
له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.
د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.
د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي
د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.
واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.
نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.
هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي
د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي.
پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی.
د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.
ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي.
د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.
د امریکا پر دریو پوځي کښتیو د ایران توغندیز بریدونه؛ ټرمپ وايي بریدونه شنډ او کښتۍ له هرمز تېرې شوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، درې امریکايي پوځي کښتۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د ایراني توغندیو هدف ګرځېدلې دي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه Truth Social کې لیکلي چې "زموږ پر کښتیو راکټونه فیر شوي خو تر ډزو لاندې او په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې دي"
هغه ویلي چې ایراني توغندي او ډرونونه د دوی له خوا شنډ شول.
ټرمپ خبرداری هم ورکړی چې که ایران ژر هوکړه لاسلیک نه کړي تر پخوا به لا په سختۍ تر برید لاندې راشي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام هم د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې دوی د ایران دننه پوځي اهداف ویشتي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي ایران تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ کسان اعدام کړي
د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې په ایران کې د اعدامونو مخه ونیسي.
د دغه سازمان یوې څېړونکې بهار صبا په یوه بیان کې ویلي چې تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ تنه په ایران کې د سیاسي تورونو په خاطر اعدام شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خبره دا کسان ټول د هغو محاکمو له خوا په اعدام محکوم شوي چې پکې د "د تورنو خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي او له ټولو یې په زور اعتراف اخیستل شوی.
د ملګرو ملتونو سازمان هم خبر ورکړی چې د جګړې له پیله ایران لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام او ۴۰۰۰ تنه نیولي دي.