د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

امریکا کې ټرمپ او هېلري خپل کمپاینونه چټک کړي


د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو دواړه کاندیدانو کمپاینونه چټک کړي دي.

ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن د نوامبر تر اتمې پورې یوازې دوه ورځې وخت لري څو په هغو ایالتونو کې چې بریا یې برخلیک ټاکونکې ده زیات خلک ځان ته جلب کړي.

د چټکو کمپاینونو په لړ کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ شمالي کارولېنا کې خپلو مینه‎والو ته وینا وکړه.

هغه په دې اړه چې کلېنټن پلويو ایالتونو مینیسوټا او میشیګان ته ور روان دی خوښي وښوده.

شمالي کارولینا هم هغه ایالت دی چې بریا یې ټرمپ جمهوري ریاست ته رسولی شي خو باید په درېیو نورو ایالتونو فلوریډا، نوادا او نیو همپشایر کې هم بریالی شي.

هېلري کلېنټن هم د شنبې په ورځ په فلوریډا کې په کمپاین بوخته وه.

هېلري کلېنټن هم د شنبې په ورځ په فلوریډا کې په کمپاین بوخته وه.
هېلري کلېنټن هم د شنبې په ورځ په فلوریډا کې په کمپاین بوخته وه.

د هغې له وینا مخکې اورښت وشو خو راټولو شویو کسانو ته‌یې وویل چې باید رأیه ورکړي.

هغې یوه ورځ مخکې پنسلوانیا کې د پاپ سندرغاړې کېټې پېري او د هېپ هاپ هنرمندانو بیانسي او د هغې د مېړه ملاتړ هم جلب کړ.

د یوې امریکايي ادارې د شوې سروې له مخې تر دې دمه هېلري کلېنټن څه باندې ۴۶ فیصده او ډونالډ ټرمپ څه باندې ۴۴ فیصده رأیې لري چې دا به د نومبر اتمې د انتخاباتو په ورځ پرېکړه لا سخته کړي.

XS
SM
MD
LG