د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

فرانسې د کډوالو یو بل لوی کمپ هم وتاړه


د فرانسې پولیسو د جمعې په ورځ د مرکز پاریس شمال لور ته د کډوالو یو لوی کمپ خالي کړ.

دا ګام د پاریس له لارو کوڅو څخه د کډوالو د راټولولو او پناه ځایونو ته د هغوی د انتقال لپاره د فرانسې د حکومت د هوډ ټینګوالی بلل کېږي.

د پاریس پولیسو د جمعې په ورځ د دې ښار په شمالي برخې ستالین ګراد کې د کډوالو یو لوی کمپ وتړه او ۳ زره او ۸ سوه کډوال او پناه غوښتونکي يې ځانګړو پناه ځایونو ته انتقال کړل.

د پاریس د شمال دا سیمه د کډوالو تم ځای او د موقتي کمپونو مرکز بلل کېږي.

دا سیمه د کډوالو تم ځای او د موقتي کمپونو مرکز بلل کېږي.
دا سیمه د کډوالو تم ځای او د موقتي کمپونو مرکز بلل کېږي.

د فرانسې حکومت د پایتخت پاریس له لارو او واټونو څخه د کډوالو په راټولو وروسته تر هغې پیل وکړ چې دوې اوونۍ وړاندې يې د دې هېواد په ساحلې ښار کالې کې د ځنګل په نوم د کډوالو ستر کمپ ویجاړ کړ.

د ستالین ګراد په سیمه کې د کډوالو د تړل شوي کمپ یوه افغان کډوال ۲۸ کلن خالد وویل، نه پوهېږو چې چېرته وړل کېږو خو وايي، ماته زما اسناد مهم دي چې راسره دي.

افغان کډوال خالید: نه پوهېږو چې چېرته وړل کېږو.
افغان کډوال خالید: نه پوهېږو چې چېرته وړل کېږو.

د دغه ځوان افغان کډوال په وینا له یوې میاشت راپه دیخوا يې دلته په یوې خېمه کې شپې سبا کولې.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ژمنه کړې ده چې د پاریس له ټولو برخو به د کډوالو کمپونه لیرې کوي او د هغه په خبره کډوالو ته به غوره هرکلی وړاندې کړي.

د فرانسې صدراعظم مانویل والس د جمعې په ورځ په پاریس کې خبریالانو ته وویل چې موږ باید دا مسئله حل او کنټرول کړو.

د هغه په خبره د دې کډوالو وضیعت خراب او د زغم وړ نه و.

په همدې حال کې د بشري حقونو مدافعین وايي، که څه هم فرانسې د کډوالو لپاره یو څه ګټور ګامونه اخیستي، خو دا اجرات کم او ټکني دي.

اروپا له دوهمې نړیوالې جګړې راپه دیخوا د کډوالو او پناه غوښتونکو له سترې څپې سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ادارې وايي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې تر اوسه شاوخوا یو نیم میلیون کډوال او پناه غوښتونکي د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

د مدیرترانې سمندرګي له لارې یو نیم میلیون کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته رسېدلې.
د مدیرترانې سمندرګي له لارې یو نیم میلیون کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته رسېدلې.

د ملګرو ملتونو په وینا زرګونه کډوال اروپا ته د رسېدو په هیله د مدیترانې سمندرګي د توپاني څپو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG