د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

د فرانسې ویجاړ شوي "ځنګل" کمپ کډوال بېلابېلو ځایونو کې ووېشل شول


د فرانسې شمال کې د غیر قانوني کډوالو کمپ "ځنګل" ویجاړ شو او زرګونه غیر قانوني مهاجرین چې هلته مېشت وو، بې‌برخلیکه پاتې دي.

ویل کېږي چې هغه یو نیم زر تنکي ځوانان به چې یوازې دې سیمې ته رسېدلي وو، نن د مهاجرینو په ځانګړو مرکزونو کې ووېشل شي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، دا تنکي ځوانان ښايي وروسته په اروپايي هېوادونو کې د هغوی د کورنیو غړو او دوستانو ته وسپارل شي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د ښاروالۍ بلدوزرو او کارګرانو د سیمې په پاکولو پیل کړی دی.

د دې هېواد ولسمشر فرانسوا اولانډ پرون سې شنبه له یوې فرانسوۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د "ځنګل" کمپ له‎منځه تللی او دا سیمه به د هغه په وینا، تر دې وروسته په امن کې وي.

فرانسوا اولانډ وویل چې د "ځنګل" کمپ له‎منځه تللی دی.
فرانسوا اولانډ وویل چې د "ځنګل" کمپ له‎منځه تللی دی.

د ځنګل کمپ پر ځای یوازې د غیر قانوني کډوالو د خیمو او مؤقتي کوټنیو خاورې او لرګي پراته دي.

په‎ دې سیمه کې چې د خلکو له غوغا ډکه وه، یوازې د سمندر د ساړه باد غږ ښه اورېدل کېږي.

فرانسې ته د رسېدلو غیر قانوني مهاجرو د دې کمپ تر ړنګېدو وروسته، هلته اوسېدونکي زرګونه غیر قانوني مهاجرین د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پناه غوښتونکو مرکزونو، د ښاروالۍ تشو ودانیو او لیرې پرتو کلیو ته لېږدول شوي دي.

له دې ځایه شړل شوي غیر قانوني مهاجرین کولای شي چې فرانسه کې له حکومته د پناه غوښتنه وکړي خو د نه‌منل کېدو صورت کې به خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

فرانسه کې د ځنګل کمپ ویجاړ شو.
فرانسه کې د ځنګل کمپ ویجاړ شو.

ځنګل کمپ اروپايي اتحادیه کې د غیر قانوني مهاجرینو له امله د رامنځته شوي بحران په سمبول بدل شوی و.

په‎ دې کمپ کې لږ تر لږه دوه میاشتې مخکې ۱۰ زره غیر قانوني مهاجرین پراته وو.

فرانس پرېس وايي، د کمپ په تړل کېدو سره د نېږدې یو نیم زره تنکیو ځوانانو او کوچنیانو ژوند هم له خطر سره مخامخ کړی چې یوازې تر دې سیمې رارسېدلي وو.

په‎ دې کمپ کې زیات هغه غیرقانوني مهاجر پراته وو چې غوښتل‌یې بریتانیې ته ولاړ شي.

په‎ دوی کې ډېری افغانان، سومالیایان او سوډانایان وو.

فرانس پرېس وايي، د ځنګل له بندېدو سره د دې خلکو هیله هم شنډه شوه.

پاپ: د مهاجرینو لپاره خپل زړونه مه‌بندوئ
پاپ: د مهاجرینو لپاره خپل زړونه مه‌بندوئ

د کاتولیکې کلیسا مشر پاپ فرانسېس پرون سې شنبه سویډن ته په لار کې خبریالانو ته وویل:

"زما په فکر، تاسې نه‎شئ کولای چې د مهاجرینو لپاره خپل زړونه بندي کړئ. خو حکومتونه باید هوښیار وي، د مهاجرینو په وړاندې باید پرانیستې غېږ ولرئ خو دا فکر باید وکړئ چې څرنګه هغوی په پښو درولائ شئ. ځکه یوازې د مهاجرینو منل اصلي کار نه‎دی بلکې په ټولنه کې د هغوی ځای پر ځای کول مهمه خبره ده."

فرانسه کې له غیر قانوني مهاجرینو سره د یوې مرستندویه ادارې مأمور فرانسیوس ګووینیچ ویلي چې ځنګل کمپ کې پرتو خلکو رسټورانټونه، دوکانونه، ښوونځي او ډېر نور په زړه پوري کارونه پيل کړي وو، خو بیا هم د کمپ د بندېدو له امله خواشیني نه‎شي کولای، ځکه د هغه په وینا، ځنګل کمپ د انسانانو د استوګنې په شرایطو نه‌وو برابر.

له‎ دې کمپه یوه شړل شوي افغان ځوان احمد خان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، قاچاقبرانو ته‌یې اته زره ایرو ورکړې وې چې تر اروپا يې ورسوي او په ځنګل کمپ کې یې ۱۴ میاشتې ژوند کړی دی.

هغه ویلي چې مور یې خپل کور ورته خرڅ کړی و چې تر بریتانیې ځان ورسوي خو اوس نه‌پوهېږي چې برخلیک به‌یې څه وي؟

XS
SM
MD
LG