د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۳

فرانسه کې د "کالې" کمپ ړنګېدو افغان پناه غوښتونکي سخت اغېزمن کړي


د فرانسې په شمال کې د "کالې ځنګل" کمپ په ړنګېدو سره ګڼ شمېر پناه غوښتونکي پاریس او نورو ښارونو ته تللي او له ډېر سخت وضعیت سره مخ دي.

د دغو کسانو تر منځ د افغانانو شمېر زیات دی.

په پاریس کې افغان پناه غوښتونکي وايي، پولیسو یې مؤقتي خیمې ورړنګې کړي او زور زیاتی ورسره کوي.

پولیسو پرون د پاریس په نولسمه ناحیه کې د ژیغس پر سړک د افغان پناه غوښتونکو خیمې ړنګې کړي دي.

یو افغان پناه غوښتونکی فرهاد پردېس چې خیمه‌یې پولیسو ورړنګه کړې په ټیلیفون ازادي راډیو ته وویل چې له ډېرې سختۍ سره مخ دي او د خوراک او څښاک لپاره هېڅ هم نه‌لري.

پردېس: د خیمو ړنګېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي یو.
پردېس: د خیمو ړنګېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي یو.

نوموړي زیاته کړه:

"دلته پرون ماښام اته نیمې نهې بجې وې چې پولیس راغلل، موږ ویل کورونه به راکوي، خو هغوی پنځه یا لس دقیقې بعد ټراکټورونه راوستل د ټولو خیمې یې ړنګې کړې، بېګاه شپه د هېڅ‌چا خیمې هم نه‌وې، د ټولو وضعیت ډېر خراب دی، داسې وضعیت له ځناور سره هم څوک نه‌کوي چې د دې ځای پولیس‌یې له موږ سره کوي، بېګاه شپه هېڅ‌چا نه ډوډۍ خوړلې او د اوسېدو لپاره هېڅ ځای نه‌لرو."

دغه افغان پناه غوښتونکی وايي، د پاریس په ژیغس کې ګڼ شمېر افغانان اوسېږي او هېڅ‌څوک‌یې پوښتنې ته نه‌دي ورغلي.

د فرانسې ۲۴ ټلوېزیون د یوه سیمه‌ییز مقام په حواله ویلي چې په نېږدې راتلونکي کې په دې سیمه کې ټولې مؤقتي خیمې ټولې کړي او د پناه غوښتونکو هویت هم بررسي کوي.

اسوشېټیډ پرېس خبري اژانس رپوټ ورکړی په فرانسه کې د پناه غوښتونکو وضعیت وروسته له هغه کړکېچن شو چې پولیسو په شمال کې د پاس دو کالس په سیمه کې د ځنګل کمپ په بشپړه توګه ړنګ کړ.

که څه هم له ځنګل کمپ نه چې تصفیه‌یې د دوشنبې په ماښام ختمه شوه اووه زره پناه غوښتونکي ایستل شوي لا هم یو نیم زر تنکي ځوانان چې پولیسو اجازه ورکړې په کانټینري خونو کې ژوند کوي.

په نورو اروپايي هېوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو اټکلي شمېر معلوم شوی، خو لا په فرانسه کې د دغو کسانو شمېر نه‌دی په ډاګه شوی.

یو افغان خبریال رحیم‌الله ورین چې اوس‌یې په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ازادي راډیو ته وویل چې له کډوالو سره په چلند کې ټول بشري او نړیوال قوانین تر پښو لاندې شوي او هېڅ‌څوک پوښتنه هم نه‌کوي.

ورین: د کډوالو وضعیت په فرانسه کې تر حده زیات خراب شوی دی.
ورین: د کډوالو وضعیت په فرانسه کې تر حده زیات خراب شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د کډوالو وضعیت په فرانسه کې تر حده زیات خراب شوی دی، بشري حقونه او نړیوال قوانین تر پښو لاندې شوي دي، دلته وضعیت دا ډول نه‌دی لکه څنګه چې د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو قوانین د کډوالو لپاره ځانګړې کړي دي، دلته د سرپناه لپاره ځای نه‌شته، پناه غوښتونکي داسې ځایونو کې ویده کېږي چې د ویده کېدو نه‌وي، د موټرو په پارکېنګونو کې ویده کېږي د سمندر تر غاړې ویده کېږي او وضعیت تر تصور زیات خراب دی."

ورین وایي، ورځ تر بلې فرانسې ته له جرمني، ډنمارک او سویډن نه هم د افغانانو او نورو هېوادونو د پناه غوښتونکو راتګ په دې زیاتېږي چې له هغو هېوادونو یې یو شمېر پناه غوښتونکي ایستلي دي.

هڅه مو وکړه په پاریس کې له افغان سفارت سره هم خبرې وکړو خو له څو واره ټیلیفونونو سره سره چا ځواب رانه‌کړ.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG